امریکايي چارواکو د ټکنالوژۍ د وروستیو ګډوډیو تر شا د هر ډول همغږي سایبري برید امکان رد کړی

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په شمول، لوړپوړو چارواکو د تېرې اونۍ په اوږدو کې په ټول هېواد کې د ټکنالوژۍ د یو لړ ګډوډۍ تر شا د سایبري برید امکان رد کړی او ویلي یې دي چې داسې شواهد نشته چې دا پېښې د کوم غلیم یا بهرنۍ حکومت سره تړاو ولري.

ټکنالوژۍ کې خنډ او ځنډ هوایي شرکتونه، بانکونه، دولتي ادارې او نورې لویې خدماتي ادارې اغېزمنې کړې او د امریکا د زیربناوو د مقاومت په اړه یې اندېښنې رامنځته کړې دي.

روبیو فلیپین ته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل: "موږ د سیسټماتیک برید سره مخ نه یو". روبیو ومنله چې "خلک اندېښمن او وارخطا دي" او دا خنډونه "یو له بل سره هېڅ تړاو نه لري."

دغو ګډوډیو د مایکروسافټ، د فدرالي هوايي چلند ادارې چې په ټول هېواد کې یې الوتنې ودرولې، د یونایټډ ایرلاینز او د لویو بانکونو لکه د جي پي مورګن چیس خدمات اغیزمن کړل. د سه شنبې په ورځ بیا د اپل خدمات او د ملي امنیت ادارې (اېن اېس اې) محرمه داخلي شبکه هم له ګډوډۍ سره مخ شوه.

روبیو وویل چې حکومتي ارزونې ښیي چې دا پېښې جلا جلا تشریحات لري.

روبیو زیاته کړه: "هر هغه شاخص چې موږ یې لرو دا ښیي چې د دې پیښو هر یو داسې تشریح یا لامل لري چې له سایبري مجرم، مخربو عناصرو یا بل هیواد سره هېڅ تړاو نه لري."

په همدې حال کې فلیپین ته د خپل سفر پر مهال له خبریالانو سره په خبرو کې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې دا ډول شیان له یو لوی او ځواکمن ملت سره هم پېښیدای شي.

ټرمپ د سه‌شنبې په ورځ وویل: "دا ژوند دی. کله چې ته لوی او ځواکمن یې او ټولې پیسې لرې نو دا ډول شیان پېښیږي." "دا سمه ده."

د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس له امریکایانو وغوښتل چې د بېړنیو حالاتو لپاره چمتو وي خو د ویرې او ګنګوسې پر وړاندې یې خبرداری ورکړ او ویې ویل چې حکومت پدې باور نه دی چې کومه قریب الوقوع ستونزه دې موجوده وي.

ونس د فاکس نیوز سره په یوې مرکې کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه، وویل: "موږ د کوم بحران راتګ نه وینو خو تاسو باید هر څه ته چمتو اوسئ."

د کورني امنیت وزیر مارکوین مولېن وویل چې دا ګډوډۍ تر ډېره د زړې کمپیوټري زیربنا له امله وې چې د نویو ټکنالوژیو د منلو په برخه کې له ستونزو سره مخ وه.

مولېن د سه‌شنبې په ورځ سي‌ان‌بي‌سي شبکې ته وویل: "ځینې هغه ټکنالوژي چې دوی یې کاروي، په رښتیا زړو کمپیوټري سیسټمونو باندې نوې ټکنالوژي ځای پرځای کوي او داسې ښکاري چې له حده زیات پر سیسټم فشار اچوي." مولېن زیاته کړه: "خو دا له سایبري بریدونو سره هېڅ تړاو نه لري او زه باور لرم چې د نوې ټکنالوژۍ په راتګ سره به موږ دا ډول ډېرې پېښې ووینو."

د کورني امنیت وزیر دا هم وویل چې: "زه تاسو ته په ۹۸٪ ډاډ سره ویلی شم چې دا سایبري برید نه دی."
د ملي استخباراتو مشر جې کلیټن د ادارې د نورو چارواکو په څېر وویل چې استخباراتي ادارو د بهرنیو دښمنانو لخوا د همغږو عملیاتو هیڅ شواهد نه دي موندلي.

کلیټن د سې شنبې په ورځ د فاکس بزنس سره په یوه مرکه کې وویل: "موږ د یو همغږي سایبري برید نښې نه وینو." "موږ د دولت لخوا د تمویل شوي فعالیت نښې نه وینو."

د ټرانسپورټ وزیر شان ډفي د سه‌شنبې په ورځ له جمهوري غوښتونکو سناتورانو سره ولیدل څو د هېواد د هوایي ټرافیکو د کنټرول سیسټم د بیا رغونې لپاره د ۵۰ میلیارده ډالرو د تخصیصولو غوښتنه وکړي. هغه د دې اضافي بودیجې غوښتنه وروسته له هغې وکړه چې د جمعې په ورځ د د فدرالي هوايي چلند ادارې د څه ناڅه څلورو ساعتونو لپاره په ټول هېواد کې د الوتکو پروازونه ودرول او لدې کبله په دریو ورځو کې له ۱۸۰۰۰ څخه زیاتې الوتنې لغوه شوې.

په ورته وخت کې فدرالي چارواکي د تخنیکي ناکامیو په اړه پلټنې او د امریکا د مهمو زیربناوو د مقاومت ارزولو ته دوام ورکوي.

چارواکو د هوایي چلند ګډوډي په ارکنساس کې په یوه مرکز کې له یوه نوي نصب شوي روټر سره تړلې خو پلټونکي لاهم د اصلي تخنیکي ناکامیو په ارزولو بوخت دي.