د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومانداني وايي چې د سوریې د کورنیو چارو وزارت سره یې په ګډه د دغه هېواد په جنوب کې د داعش ډلې د وسلو ۱۵ زېرمې کشفې کړې او بیا یې ویجاړې کړې دي.
د امریکا د مرکزي قومندانۍ په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې په دغو ګډو عملیاتو کې یې د داعش د راکټونو او هاوانونو د توغولو ۱۳۰ ځایونه، یو شمېر ټوپک، ماشین ګڼې، د ټانګونو ضد ماینونه او د چاودېدونکو توکو په جوړولو کې کارېدونکي مواد له منځه وړي دي.
اعلامیه وايي چې دا عملیات د نومبر د ۲۴ او ۲۷ نېټو ترمنځ د سوریې د «ریف دمشق» په ولایت کې شوي دي.
په اعلامیې کې د مرکزي قومندانۍ د قومندان ادم براډ کوپر له خولې ویل شوي دي: «دا بریالي عملیات تضمینوي چې د داعش په ضد لاس ته راوړنې دوامداره وي او دا ډله د بیا منظم کېدو او یا د متحدو ایالتونو په خاورې او نړۍ کې د ترهګریزو بریدونو د انتقال جوګه نه شي.»
د متحدو ایالتونو مرکزي قومندانۍ په ۲۰۱۴ کې دا ګډ مشترک ځواک جوړ کړ، چې په سیمه کې د داعش په ضد جګړې کې خپلو ایتلافیانو ته مشورې ورکوي او مرسته ورسره کوي.
په ۲۰۱۹ کال کې د داعش له ماتېدو وروسته، د دغې ډلې ګواښ کم شوی او غړي یې هم خواره واره شوي دي. کوپر وویل: «موږ به بیداره یو او په جدي توګه په سوریې کې د داعش پاتې شوي غړي تعقیبوو.»