په برتانیا کې د افغان پناه غوښتونکو د پام وړ کمښت په تړاو نوې ارزونه

په بریتانیا کې افغان پناه غوښتونکو ته د خوندیتوب د ورکړې په کچه کې د پام وړ کمښت نه وروسته، یوې نوې خپلواکې ارزونې د افغانستان په اړه د کورنیو چارو وزارت لارښوونې څېړلې دي.

دغه ارزونه وروسته له هغې ترسره شوه چې د افغان پناه غوښتونکو د هغو کسانو سلنه چې د پناه غوښتنې په لومړنۍ پرېکړه کې یې مثبت ځواب ترلاسه کړی و، د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر پایه په یو کال کې له ۹۸ سلنې څخه د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر پایه په یو کال کې ۴۴ سلنې ته راټیټه شوه.

دغه ارزونه، چې د سرحدونو او کډوالۍ د خپلواک مشر پلټونکي له خوا خپره شوې، دغه نتیجه تر لاسه کړې چې د افغانستان په اړه معلومات په عمومي ډول هر اړخیز، بې پرې او د باوري سرچینو پر بنسټ دي.

خو خپلواک ارزونکي ویلي چې د پالیسۍ ځینې پایلې تل په شواهدو کې د بیان شویو خطرونو کچه په سمه توګه نه منعکسوي. راپور څرګندوي چې په ځینو مواردو کې موجود معلومات د ځورونې او تعقیب د واقعي او موجه وېرې ښکارندويي نه کوي.

ارزونکي همداراز غوښتنه کړې چې د افغانستان په اړه د هېواد معلومات باید په ډېر منظم ډول نوي شي، څو وروستي بدلونونه، د وسله والو بریدونو پېښې او د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر د انټرنېټي بندیز په ګډون، ټول حالات هم پکې منعکس شي.

دا موندنې په داسې حال کې خپرې شوې دي چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته، په بریتانیا کې د افغان پناه غوښتونکو د دوسیو د ارزونې څرنګوالی لا هم تر جدي څار او ارزونې لاندې دی.