د اوکراین بېپیلوټه الوتکو د جمعې په ورځ، د اکتوبر پر ۳۰مه، د روسیې په سامارا سیمه کې د نووکویبیشفسک د تېلو پر چاڼځای برید کړی، چې له امله یې په دغو تاسیساتو کې اور بل شوی.
دا له شاوخوا دوو اوونیو ځنډ وروسته د روسیې د تېلو پر چاڼځایونو د اوکراین لومړنی برید دی. اوکراین په رسمي توګه د بریدونو د درولو اعلان نه و کړی. د روسیې د تېلو پر تاسیساتو وروستی ثبت شوی برید دوه اونۍ وړاندې د تامبوف په سیمه کې د تېلو پر یوه پمپسټېشن و.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوه اونۍ مخکې د اوکراین لپاره د نوي ولسمشر د ټاکلو غوښتنه کړې وه او د دغه هېواد ولسمشر ولودیمیر زلنسکي یې په امریکا کې د بزګرانو لپاره د ډیزلو د بیو د لوړېدو مسوول بللی و.
په ورته وخت کې، اوکرایني چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د روسیې د ډرون په بریدونو کې د اوکراین د ډنیپرو ښار د ملي اورګاډي تمځای په نښه شوی، چې له امله یې ۱ ۴ کسان وژل شوي دي.
ولسمشر زلنسکي دغه بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې روسیه ملکي وګړي په نښه کوي.
روسیې په وروستیو کې پر اوکراین خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. مسکو تېره میاشت له بهرنیو ډیپلوماتانو هم غوښتي وو چې له اوکراین څخه ووځي.
په یوه جلا خبر کې، د روسیې او اوکراین چارواکي د جمعې په ورځ د لنډمهالي اوربند له اعلان وروسته د اوکراین د سوېل په اشغال شوې سیمه کې د اولېشکي ویجاړ شوي ښار ته ننوتي دي.
د دغه بشري مرستندویه ماموریت د همغږۍ مسوولانو، د روسیې یانا لانتراتووا او د اوکراین د بشري حقونو کمېشنر دیمیترو لوبینېڅ، ویلي چې سیمې ته د تګ لپاره یې لومړی ځینې سړکونه له ماینونو پاک کړي دي.
لانتراتووا په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې په اولېشکي کې هغه کسان راټول شوي چې غواړي د روسیې تر ولکې لاندې سیمو ته ولاړ شي. هغې زیاته کړې چې هغو کسانو ته به هم د اوکراین تر ولکې لاندې سیمو ته د تګ زمینه برابره شي چې دا غوښتنه لري.
د اوکراین یوه چارواکي ویلي چې د دغه ماموریت لپاره د اولېشکي ښار ته څېرمه په یوه ښارګوټي کې د مرستندویه وسایطو کاروان چمتو شوی دی. په دغه کاروان کې ۲۵ بسونه، امبولانسونه او نور وسایط شامل دي.
لوبینېڅ ویلي چې دغه کاروان د ارمیانسک په ښارګوټي کې چې د روسیې تر اشغال لاندې د اوکراین په سوېل کې، د اولېشکي ښار په شاوخوا ۸۵ کیلومترۍ کې پروت دی، چمتو شوی.
د دغه محدود اوربند او بشري مرستندویه ماموریت منځګړیتوب د امریکا لومړۍ مېرمنې ملانیا ټرمپ کړی دی. د امریکا لومړۍ میرمن د اوکراین او روسیې د بشري حقونو له مسوولانو سره خبرې کړې وې.
اولېشکي د اوکراین د سوېلي خرسون په سیمه کې د روسیې تر اشغال لاندې سیمه کې پروت دی. دغه ښار وروسته له هغې د نړیوالو پام ځان ته واړاوه چې د سختو جګړو او فرش شویو ماینونو د لارو له امله اوسېدونکي په کې بند پاتې شول او د خوړو او درملو له کمښت سره مخ شول.
روسیې او اوکراین د سهشنبې له ورځې راهیسې د اولېشکي ښار او شاوخوا سیمو کې دغه محدود اوربند مراعت کړی دی؛ خو د جګړې په نورو جبهو کې نښتې لا هم روانې دي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند پخوانۍ هڅې یا له ناکامۍ سره مخ شوې وې او یا هم له اعلان وروسته ژر ماتې شوې دي.