په روسیه باندې د اوکراین بریدونو د سون توکو کمښت رامنځته کړی

په روسیه کې د اوکراین پرله‌پسې بریدونو د سون توکو په تولید او وېش سخت اغېز کړی او په ګڼو سیمو کې د تېلو پمپونو مخې ته اوږده کتارونه جوړ شوي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین منلې چې د انرژۍ پر تاسیساتو د اوکراین بریدونو ستونزې رامنځته کړې، خو ویلي یې دي چې کمښت «بحراني» نه دی.

په ډېرو روسي سیمو کې د تېلو د پلور محدودیتونه لګول شوي او خلک ساعتونه د تېلو اخیستو ته په کتارونو کې ولاړ دي.

د اسوشیټېډ پرېس د معلوماتو له مخې، د اپرېل راهیسې اوکراین د روسیې او اشغال شوې کریمیا پر نفتي تصفیه خانو، زېرمو او نورو انرژۍ تاسیساتو څه باندې ۴۰ بریدونه کړي دي.

د دغو بریدونو له امله د جون په میاشت کې د روسیې د نفتو د تصفیې کچه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۵ سلنه راکمه شوې او د پټرولو تولید هم ۱۷ سلنه کم شوی دی.

کارپوهان وايي، د روسیې شاوخوا درېیمه برخه د نفتو د تصفیې ظرفیت له فعالیته لوېدلی او د زیانمنو تاسیساتو ترمیم د لوېدیځو بندیزونو له امله ستونزمن شوی دی.

اوکرایني چارواکي وايي، د دغو بریدونو هدف د روسیې پوځي لوژستیک کمزوری کول او د جګړې دوام ستونزمنول دي.

په همدې حال کې، د اوکراین د مایکولایف سیمې چارواکو ویلي چې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د سنیهوریفکا ښار یو لوی سوداګریز پلورنځی اور اخیستی، خو د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.