اینگلا مرکل،فرانسوا اولاند او د ولادیمرپوټن ترمنځ خبری ختمې شوي

.

روسیې ویلي دي چې د جمهوررئیس ویلادیمیر پوتین او د فرانسې او جرمني د مشرانو تر منځ د یوکراین د سولي د پېشنهاد په اړه خبري ختمي شوي دي.

د ښاغلي پوتین یوه نطاق ( دیمیتري پیسکوف) نن د شنبې په ورځ سهار وختي د دې خبرو په هکله چې په محلي وخت تیره شپه وشوې وویل چې هغه رغونکي وې، مگر نور تفصیلات یې ورنه کړل. پیسکوف وویل چې دا غونډه به د روسیې د مشر او د یوکراین د جمهوررئیس پیترو پاراشینکو تر منځ د تلیفوني خبرو له لاري تعقیب شي او همدا راز به د جرمني د صدراعظمي انگیلا مرکیل او د فرانسې د جمهوررئیس فرانسوا اولاند سره هم د یکشنبې په ورځ نور تماسونه ونیول شي.

د ماسکو د غونډي نه مخکې مېرمن مرکیل ویلي و چې کوم پیشنهاد چې دا او ښاغلی اولاند یې ښاغلي پوتین ته وړاندي کوي، د هغه هدف « د اروپا د سولي» دفاع کول دي. مرکیل داسي وویل:

« موږ په دې باور لرو چې دې لانجې ته نظامي حل لاره نه شته. مگر موږ ته دا هم معلومه ده چې د اوربند کولو لار هم خلاصه ده او آیا موږ به په دې خبرو کې په دې بریالي شو چې اوربند دي وشي او که نه. موږ په دې نه پوهیږو چې موږ به نن کامیابه شو او یا دا چي نوري خبري به هم شاید ضروري وي...

ښاغلي اولاند دا پیشنهاد « موجودي لانجې ته چې اساس یې د یوکراین د خاوري تمامیت دی، یوه نوې حل لاره وبلله.» او ښاغلي پاراشینکو وویل چې دې پلان د یوه اوربند د پاره « هیلي را پیدا کړي دي.»

د امریکا د جمهوررئیس مرستیال جو بایډن پرون په بروکسیل کې روسیه په دې وغندله چې یوکراین ته د خپلو سړیو او ټانکونو په استولو سره د هغه هیوادشخړو او جگړو ته دوام ورکوي. هغه وویل چې « روسیه باید دې ته پرې نه ښودل شي چې داروپا نقشه بدله کړي.»