اوکراین او روسیې د امریکا په مشرۍ خبرو کې د بندیانو پر تبادلې هوکړه وکړه؛ خبرې به دوام ومومي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ځانګړی استازی سټیو ویټکاف

اوکراین او روسیې د متحده ایالاتو په مشرۍ د سولې په خبرو کې هوکړه وکړه چې د جګړې ۳۱۴ بندیان، یعنې له هر لوري څخه ۱۵۷ تنه تبادله کړي.

دا خبره د امریکا ځانګړي استازي سټیو وېټکاف د پنجشنبې په ورځ (فبروري پنځمه) اعلان کړه.

وېټکاف د اېکس ټولنیزې شبکې له لارې وویل چې د روسیې او اوکراین د استازو ترمنځ درې اړخیزې خبرې د بندیانو د یوې لویې تبادلې لامل شوې چې په تېرو پنځو میاشتو کې دا ډول لومړۍ هوکړه ده. نوموړي خبرې "تفصیلي او ګټورې" وبللې.

ویتکاف زیاته کړه: «بحثونه رغنده وو او پر دې متمرکز وو چې د دوامدارې سولې لپاره شرایط څنګه برابر شي.»

ویتکاف وویل چې متحده ایالاتو او روسیې دا هوکړه هم وکړه چې ددواړو هیوادونو د پوځونو ترمنځ د اړیکو یو چوکاټ رامنځته کړي، چې مشري به یې د امریکا د اروپایي قومندانۍ قومندان جنرال الیکسس ګرینکویچ په غاړه ولري.

هغه وویل: « د اړیکو دغه چینل چې د سولې د ترلاسه کولو او ساتلو لپاره مهم بلل کېږي، د شخړې له پیل مخکې ځنډول شوی و.»

د امریکا په منځګړیتوب شوې خبرې، چې مشري یې ویتکاف او جیرډ کوشنر، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم په غاړه درلوده، د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېدې.

ویتکاف په خپل بیان کې وویل چې پلاوو هوکړه وکړه خپلو پلازمېنو ته راپور ورکړي او په راتلونکو اونیو کې درې‌اړخیزې خبرې روانې وساتي.

ددې نه وړاندې، د مسکو او کیف چارواکو د چهارشنبې په ورځ د خپلو پیل شویو خبرو دویم پړاو ګټور بللی و. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې باید زغم ولري.

روبیو په واشنګټن کې د یوې غونډې پر مهال وویل: «د ډېرې مودې وروسته دا لومړی ځل دی چې د اوکراین او روسیې تخنیکي پوځي ټیمونه په یوه داسې چوکاټ کې سره ګوري چې موږ هم پکې ښکېل یو.»

هغه زیاته کړه: «پرمختګ ښايي تر هغې چې موږ رښتینی پرمختګ ونه کړو، څرګند نه شي، ان که د خبرو یوه برخه افشا هم شۍ. زموږ موخه دا ده چې ژمن پاتې شو.»

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي د پنجشنبې په ورځ وویل چې تر اوسه د سولې هوکړه نه ده شوې، ځکه روسیه پر اوکراین بمبارۍ ته دوام ورکوي، خو خبرې به دوام ولري.

د اوکراین د ملي امنیت او دفاعي شورا مرستیال رستم عمروف په ټیلیګرام کې ولیکل چې د چهارشنبې ورځې "کار جدي او ګټور و، او تمرکز یې پر مشخصو ګامونو او د حل پر عملي ‌لارو و."

د روسیې د مستقیمو پانګونو د صندوق او د روسي پلاوي مشر کیریل دیمیتریف د چهارشنبې د مذاکراتو نه وروسته د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب پر مهال د روسیې دولتي خبري اژانس ټاس ته وویل چې" پرته له شک څخه پرمختګ شوی او مثبت خوځښت دوام لري."

د ابوظهبي د خبرو له لومړي پړاو وروسته، د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې د سولې د هوکړې تر ټولو لوی خنډ لا هم د روسیې او اوکراین ترمنځ ځمکنۍ شخړې دي.

مسکو له کیف څخه غواړي چې د دونېڅک سیمې هغه برخې ورته وسپاري چې روسیې لا نه دي نیولي، په داسې حال کې چې کییف د جګړې د کرښې اوسني حالت ته ترجیح ورکوي.