اوکراین د روسیې د تیلو پر تاسیساتو باندې بریدونه کړي

اوکرایني ځواکونو د دوشنبې په ورځ د روسیې له خوا اشغال شوي د کریمیا ټاپو وزمه کې د تېلو پر دوو اړوندو تاسیساتو او همدارنګه د تور سمندرګي پر یوه روسي بندر بریدونه وکړل.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې اوکراین د یکشنبې شپې او د دوشنبې په لومړیو ساعتونو کې په سلګونو بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کړي دي.

د روسیې د ولګوګراد سیمې والي ویلي چې په دغه بریدونو کې د هغه په سیمه کې د انرژۍ پر زیربناوو هم حمله شوې ده.

بل لوري ته، د اوکراین پوځ راپور ورکړی چې روسیې هم پراخ بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې له ۱۵۰ څخه زیاتې بې‌پیلوټه الوتکې کارول شوې دي.

د اوکراین د زاپوریژیا سیمې والي ویلي چې د روسیې هوايي بریدونو د دوشنبې په ورځ لږ تر لږه پنځه کسان وژلي دي.

اوکراین په دې وروستیو کې په ځانګړي ډول د هوايي دفاعي سیستمونو د پیاوړتیا لپاره له خپلو متحدینو څخه د اضافي پوځي ملاتړ غوښتنه کړې.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کایا کالاس ویلي چې اروپايي ټولنه به د روانې میاشتې په ترڅ کې د اوکراین د ډرون پروګرام لپاره نږدې ۷ میلیارده ډالر بودیجه برابره کړي.

کالاس له اروپايي دفاع وزیرانو سره تر غونډې وروسته وویل چې په خبرو کې د اوکراین سره په ځانګړي ډول د هوايي دفاع په برخه کې د دفاعي صنعتي همکارۍ د پیاوړتیا موضوع هم شامله وه.

هغې همدارنګه وویل چې اروپايي ټولنه د روسیې د دفاعي صنعت پر وړاندې د نویو بندیزونو او همدارنګه د بشري حقونو د سرغړونو په تور د ځینو کسانو د په نښه کولو په اړه غور کوي.