د اوکراین پر اودېسا د روسیې بریدونو څلور کسان وژلي دي

اوکراییني سیمه‌ییزو چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د نومبر ۱۸مه) خبر ورکړی چې روسي ځواکونو د اوکراین د تور سمندرګي پر ساحلي بندري ښار اودېسا درې پرله‌پسې بریدونه کړي، چې له امله یې څلور کسان وژل شوي دي.

د اوکراین د بېړنیو پېښو د مخنیوي ادارې یوه ویډیو خپره کړې چې پکې د ژغورنې ډلې لیدل کېږ ي چې ټپیان لېږدوي او د بریدونو له امله رامنځته شوي اورونه مړه کوي.

د اودېسا سیمه‌ییز والي اولېه کیپر ویلي چې په بریدونو کې لږ تر لږه اووه نور کسان هم ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، د استوګنې ودانیو کړکۍ هم د چاودنو له امله ماتې شوې دي.

بل پلو د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا فون ډې لاین د چهارشنبې په ورځ (د نومبر ۱۸مه) اعلان وکړ چې کمېسیون په پام کې لري په ۲۰۲۷ کال کې اوکراین ته د ۴۵ میلیارد یورو نوی پور ورکړي.

د فون ډې لاین په وینا، دغه مالي مرسته به د اوکراین د راتلونکي کال د اټکل شوي ۷۰ میلیارد یورو مالي کسر شاوخوا دوه پر درېیمه برخه پوره کړي. اوکراین له ۲۰۲۲ کال راهیسې د روسیې د یرغل پر وړاندې جګړې ته دوام ورکوي.

هغې په بروکسل کې خبریالانو ته وویل: «زموږ په اند، دا تر ټولو غوره لاره ده چې اوکراین د خبرو اترو پر مېز پیاوړی دریځ ولري.»

نوموړې زیاته کړه: «اوکراین به یوازې هغه وخت د دې پور بېرته ورکولو ته اړ وي چې روسیه د هغو زیانونو تاوان ورکړي چې په اوکراین کې یې اړولي دي.»

د اروپايي کمېسیون د مشرې په خبره، تمه ده چې د اوکراین نور نړیوال متحدین او همکاران به د پاتې مالي کسر د پوره کولو لپاره اړینې پیسې برابرې کړي.

دا وړاندیز لا هم د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو تصویب ته اړتیا لري. که تصویب شي، نو له هغه ۹۰ میلیارد یورو پور سره به یوځای شي چې د اروپايي ټولنې مشرانو د تېر کال په پای کې د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره له اوکراین سره د مالي مرستې په موخه منلی دی.