زیلینسکي له اروپا او ناټو څخه د لا قوي ملاتړ غوښتنه وکړه

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د روسیې پر ضد د جګړې د دوام په ترڅ کې د اروپا او ناټو له خوا د لا قوي ملاتړ غوښتنه کړې ده.

زلینسکي د بخارست په (بي ۹) سرمشریزه کې وویل، د روسیې د پرمختګونو د مخنیوي لپاره دوامداره پوځي مرسته ډېره مهمه ده. هغه له اروپايي شریکانو وغوښتل چې د نوي وړاندیز شوي نوي میلیارد یورو مرستې د عملي کولو چارې چټکې کړي، او ویې ویل چې اوکراین د پوځي ډرونونو او نورو دفاعي سیستمونو د تولید لپاره بېړنیو مالي مرستو ته اړتیا لري.

زیلینسکي همداراز د روان کال په وروستیو کې په ترکیه کې د ناټو د راتلونکې سرمشریزې څخه مخکې، د ناټو د غړو ترمنځ د یووالي په اړه اندېښنو ته اشاره وکړه. هغه ومنله چې د امریکا او اروپا ترمنځ په اړیکو کې ځینې ستونزې شته، خو ټینګار یې وکړ چې د ناټو اتحاد باید خپل ځواک او یووالی څرګند کړي.

زلینسکي وویل، د جولای میاشتې د ناټو سرمشریزه باید نړۍ ته یو واضح پیغام ورکړي چې دا اتحاد د روسیې د یرغل پر وړاندې لا هم متحد او پیاوړی دی.

بل پلو، کریملین وایي چې روسیه لا هم له متحده ایالاتو سره د ګډو اقتصادي پروژو د پرمخ وړلو لېوالتیا لري، خو په دې شرط چې واشنګټن سوداګریزې اړیکې د اوکراین سره د سولې په موافقې ونه تړي.

د کریملین ویاند دیمتري پېسکوف د مسکو پخوانی دریځ بیا تکرار کړ او ویې ویل چې اوربند او د سولې خبرې هغه مهال پیل کېدای شي چې اوکراین د دونباس له ختیځې سیمې ووځي هغه شرط چې کییف په کلکه رد کړی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د اوکراین په ختیځ کې جګړې دوام لري، او د سولې د یوې هوکړې لپاره نړیوالې هڅې لا هم بې پایلې پاتې دي.