اوکراین د چهارشنبې په شپه د جون لسمه په روسیې کې دننه سیمو کې د لرې واټن څو بریدونه کړي، چې پکې د روسیې د بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) او توغندیو لپاره د پرزو د جوړولو یوه پوځي فابریکه، د تېلو یوه تصفیه خانه او د انرژۍ زیربناوې په نښه شوې دي. تر دې یوه ورځ مخکې د سېشنبې په ورځ مسکو ته څیرمه سیمو کې دوه موټربمونه هم چاودلي وو.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي ویلي، د (FP-5 Flamingo) کروز توغندیو د روسیې د چواش جمهوریت په چبوکساري ښار کې یوه فابریکه په نښه کړې، چې د جګړې له لومړۍ کرښې څه باندې ۹۰۰ کیلومتره لرې موقعیت لري.
د اوکراین پوځ ویلي، دغه فابریکه د کمیتا په نوم د لارموندنې سیستم تولیدوي، چې روسي ډرونونه او توغندي یې د اوکراین د برېښنايي خنډونو (جامینګ) د مخنیوي لپاره کاروي. د چواش جمهوریت مشر، ولیګ نیکولایف دا برید تایید کړی او ویلي یې دي چې درې کسان پکې ټپیان شوي دي.
زېلېنسکي همداراز ویلي، اوکرایني ځواکونو د روسیې د سمارا سیمې د کویبېشیف د تېلو تصفیه خانه هم په نښه کړې ده.
د سمارا والي، ویچسیلوف فیدروشرچیف ویلي، په بریدونو کې څو صنعتي تاسیسات زیانمن شوي او درې کسان ټپیان شوي دي. د اوکراین امنیتي ادارې ویلي، د روسیې د ولادیمیر سیمې د تېلو دوه پمپسټېشنونه یې هم په نښه کړي دي.
د اوکراین پوځ همداراز ویلي، په تور سمندر کې یې د ویست هواریزون ټانکر په نښه کړی، چې د روسیې غیر قانوني بیړیو برخه بلل کېږي.
د روسیې تر ولکې لاندې کریمیا کې، یوه اوکرایني ډرون د "د سېواستوپول دفاع ۱۸۵۴–۱۸۵۵" تاریخي موزیم په نښه کړی، چې له امله یې د ودانۍ چت اور اخیستی دی. د سېواستوپول د روسیې له لوري ټاکل شوي والي، میخایل رازوژیوف د زیانونو پخلی کړی او ویلي یې دي چې تاریخي انځور « عملا له منځه تللی» دی.
هغه ویلي، کریمیا لا هم د سونتوکو له محدودیت سره مخ ده، او هر کس ته یوازې د ۲۰ لېټره تېلو اخیستو اجازه ورکول کېږي، چې د موټرو د نمبر پلېټونو له QR کوډونو سره تړاو لري.
د اوکراین د ډرون ځواکونو ویلي، اوکراین د ماریوپول بندر هم په نښه کړی، چې د انرژۍ او اداري زیربناوو تر بریدونو وروسته برق پکې قطع شوی دی. د دوی په وینا، د لوژستیکي مرکز په توګه د دغه بندر فعالیتونه «د پام وړ ډول محدود» شوي دي.
په وروستیو اوونیو کې د دواړو خواوو ترمنځ جګړې زور اخیستی دی.
د امریکا په مشرۍ د جګړې د پای ته رسولو هڅې لا هم درېدلې دي. روسیې په ۲۰۱۴ کال کې مخکې له دې چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین پراخ یرغل پیل کړي، د اوکراین کریمیا ټاپووزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه او د اوکراین د ختیځ دونباس سیمې پر ځینو برخو یې کنټرول ترلاسه کړ.