م.م: افغانستان کې تشدد د توقع خلاف زیات شوی

A woman lights candles during an event for the victims of the March 11, 2011 earthquake and tsunami in Tokyo. Japan marked the second anniversary of the devastating earthquake and tsunami that left nearly 19,000 people dead or missing.

د ملگروملتو په یو رپوټ کې ویل شوي دي چې په افغانستان کې تشدد او پیښې د پروسږکال اود فصلي بدلونو په خلاف زیات شوي دي.

د ملگروملتو سرمنشي بان کیمون په یوه رپوټ کې وايي چې په افغانستان کې شخړې د پروسږکال په تله زیاتې شوي دي.

دغه رپوټ تیره هفته ناوخته خپور شو او په هغه کې ویل شوي دي چې د سړک د غاړې د بمونو په پېښو کې د پروسږکال د اولې ربع په تله ٩۴ په سلو کې زیاتوالی راغلی دی.

همدارنگه د عمدي وژنو په شمیر کې ۴٥ په سلو کې زیاتوالي ښودل کیږي. په تروریستي بریدونو کې زیاتوالی دا ښيي چې ترورستي سازمانونه چې دالقاعده سره اړیکې لري پیاوړي شوي دي.

خو د ناتو د ویاند په خبره ددې رپوټ د ناوړو ارقامو په خوا کې باید دا هم وویل شي چې د ناتو عملیات اوس په خپل سم مسیر روان شوي دي او دوی هیله لري چې د اگست تر میاشتې پورې د جنگي ډلو په خلاف څه پرمختگ ترسترگو شي.

عبدالهادي خالد پخوا د داخلې د وزارت د امنیت د چارو معین ؤ. هغه امریکا غږ ته وویل چې د عادي قواوو په خواکې نورو قواوو ته هم اړتیا شته چې د تشدد کچه راکمه کړي. خالد وايي:

زما په فکر د افغانستان جگړه یواځې پوځي نه ده. دا په حقیقت کې په گډه د غربت، فساد او د خرابې حکومت دارۍ جگړه ده.

هغه وايي بله میاشت په کابل کې کانفرانس په دغو مسئلو باندې خبرې کوي او هیله کیږي چې گډون کونکي په دې مسایلو وغږیږي. دوی به په دې هم وغږیږي چې څنگه د امنیت چارې د ناتو نه افغان قواو ته انتقال شي.

خالد وايي که څه هم لکه د نورو په شان دی هم په هم دې عقیده دی چې د افغانستان امنیتي قوې لا تراوسه پورې په دې نه دي جوگه شوي چې امنیت ټینگ کړي خو مهمه خبره داده چې د ښاغلي کرزي د افغاني کولو پروسه دوام ولري ترڅو د کارزمینه برابره شی او په حکومت باندې د خلکو اعتماد زیات شي.

د ملگرو ملتو په رپوټ کې ویل شوي دي چې په ملک کې نارامې سیمي جنوبي او جنوب ختیزې سیمي دي او په دې سیمو کې د طالبانو مراکز موقعیت لري او دلته ائتلافي قواوې هم په زیاته اندازه ځای په ځای شوي دي.

وایل حاج ابراهیم د ملگرو ملتو د بشري چارو د هم اهنگي په اداره کې کارکوي . دی وايي چې ملگري ملتونه په هلمند کې نوي په سلو کې بېځایه شوو کډوالو سره مرستې کړي دي. حاج ابراهیم وايي:

مونږ په یو بل ډول چاپیریا ل کې فعالیت لرو. مونږ واقعاً دا هیله لرو چې متخاصمې ډلې په دې پوه شو چې مونږ محضاً د خلکو لپاره کار کوو. مونږ په خپلو کارونو کې مخلص یو. مونږ خلکو ته په څرگنده وایو چې مونږ د کوم مقصد په خاطر هلته یو.

له بله پلوه پاکستاني عالیرتبه مامورینو غوښتنه کړیده چې دوی د طالبانو سره د خبرو په وخت د منځه گړي په حيث د افغانستان سره مرسته کولی شي. مگر د وضعې څارونکي پاکستان په دې تورنوي چې د طالبانو سره ددوی په حملو کې مرسته کوي. د څارونکو په خبره دا د پاکستان یو تاکتیک دی چې غواړي په دې ترتیب د هند د نفوذ مخه ونیسي.

په دې وختو نو کې پاکستاني مقاماتو د امریکا د پوځونو سره په کراچی کې د طالب د یو مشر ملا برادر په نیولو کې مرسته وکړه. مگر د پاکستان حکومت یواځې خپله توجه د پاکستاني طالبانو د ځپلو لپاره متمرکزه کړيده.

ځنې څارونکی وايي په افغانستان کې د پارلماني انتخاباتو په وخت کې به تشدد نورهم زیات شی.