د ملګرو ملتونو د حقیقت موندنې یوه پلاوي د پنجشنبې په ورځ [سپټمبر ۱۷مه] وویل چې په ایران کې یې د فبرورۍ په ۲۸مه پر یوه ښوونځي او ورزشي لوبغالي باندې بریدونه څېړلي او دې پایلې ته رسېدلي چې ووايي "مناسب دلایل" شتون لري چې متحده ایالتونه د هغو دوو پوځي پیښو مسؤل دي چې د دوی په وینا جنګي جرمونه دي.
سپینې ماڼۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د پلاوي راپور ته چې پر امریکا په ایران کې په دوو بریدونو کې د جنګي جرمونو د ترسره کولو تور لګوي، چټک ځواب ورکړی او دغه راپور یې "غیرجدي اوتې بوتې" وبللې او ویې ویل چې دا ایران دی چې جنګي جرمونه ترسره کوي، نه متحده ایالتونه
پر متحدو ایالتونو لګول شوي تورونه د میناب ښار د شجره طیبه پر لومړني ښوونځي یوه برید پورې اړه لري چې د پلاوي په وینا دا یو بې هدفه برید و چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او ملکي بنسټونو ته د زیان لامل شو او د نړیوال قانون له مخې جنګي جرم ته ورته دی.
راپور د "باوري خپلواکو معلوماتو" په حواله وايي چې په ښوونځي کې ۱۵۷ کسان وژل شوي چې پکې ۱۲۳ ماشومان شامل دي.
امریکايي چارواکو څو ځلې ټینګار کړی چې پوځي عملیات د وسله والو نښتو د قانون سره سم ترسره کیږي.
د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي چارو مرستیالې انا کیلي امریکا غږ ته په یوه استولي ایمیل کې لیکلي: "د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د لسیزو راهیسې غیرجدي اوتې بوتې وايي او د بشري حقونو لپاره یې هېڅ نه دي ترسره کړي."
د ملګرو ملتونو پلاوی دا هم وايي چې ایراني رژیم د ډېسمبر په وروستیو کې پیل د شویو ملي ناکراریو او لاریونونو په مقابل د خپلو خلکو پر وړاندې د بشریت ضد جرمونه ترسره کړي دي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ اټکل کړی چې د ایران له خوا په ځپونکو اقداماتو کې شاوخوا ۵۴ زره لاریون کوونکي وژل شوي په داسې حال کې چې ایران د ۳۰۰۸ کسانو د مړینې خبر ورکړی. د ملګرو ملتونو پلاوي ویلي چې "دوی د دې لپاره قوي دلایل لري چې باور وکړي د مړو او ټپیانو رښتینې شمېر د حکومت لخوا د اعلان شويو شمېرو څخه د پام وړ لوړ دی."
کیلي د هغو تورونو په اړه چې پر امریکا لګول شوي، وویل: "په دې شخړه کې یوازینی لوری چې جنګي جرمونه یې کړي د ایران رژیم دی چې خپل زرګونه خلک یې وژلي، په بهر کې یې امریکایان وژلي، د هرمز په تنګي کې یې ترهګریز اعمال ترسره کړي او په سیمه کې یې پر خپلو ګاونډیانو بې هدفه بریدونه کړي دي."
دې زیاته کړه: "ولسمشر په زړورتیا ډاډ ترلاسه کوي چې دا ډول یو شریر هېواد هېڅکله اټومي وسله ونه لري."
د ملګرو ملتونو پلاوی په لامرد کې هم پر یوه ورزشي مرکز د برید په اړه ورته یوې پایلې ته رسېدلی. راپور وايي چې په برید کې نږدې استوګن ځایونو او یو ښوونځي ته زیان اوښتی او ۲۲ ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ د مارچ په میاشت کې په خپلې اعلامیې کې لیکلي وو چې امریکايي ځواکونو په هغه ورځ د لامرد پر ښار هېڅ برید نه دی کړی.
ولسمشر ټرمپ د جون په میاشت کې د دې پېښې په اړه د یوې پلټنې په یادولو سره وویل چې "هېچا" په قصدي توګه د فبرورۍ په میاشت کې په ایران کې د نجونو پر یوه ښوونځي برید نه دی کړی. پنټاګون خپله پلټنه چټکه کړې، که څه هم تر اوسه یې هیڅ پایلې نه دي خپرې کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د ملګرو ملتونو د پلاوي په اړه د نظر غوښتنې په ځواب کې امریکا غږ ته ویلي چې د ټرمپ اداره تېر کال په فبرورۍ کې په رسمي توګه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه ووتله.
دغه چارواکي پر شورا تور ولګاوه چې "د خپلو 'ارزښتونو' په ساتلو کې په پرله پسې توګه پاتې راغلې ده ځکه چې د امریکا ضد ویناوې او د یهودانو ضد کرکه خپروي په داسې حال کې چې ظالم رژیمونه اراموي، او په دې توګه په هغو 'حقونو' ملنډې وهي چې د ساتنې ادعا يي کوي."
چارواکي په یوه ایمیل کې لیکلي: "له همدې امله، موږ د دې راپور موندنو ته اعتبار نه ورکوو."
چارواکي زیاته کړه: "د ملکي وګړو ساتنه د متحدو ایالتونو لپاره خورا مهمه ده. د متحدو ایالتونو د عملیاتو په اړه د ځانګړو پوښتنو لپاره موږ د جګړې وزارت ته مراجعه کوو."
د ملګرو ملتونو پلاوی وايي چې د ایران له حکومت څخه د معلوماتو د اخېستلو لپاره یې لسګونه غوښتنې بې ځوابه پاتې دي، دې کې په جون میاشت کې د متحدو ایالتونو له حکومت څخه د معلوماتو او له چارواکو سره د لیدنو غوښتنې هم شاملې دي.