ولسمشر ټرمپ او اسرائیل د حزب الله د لرې کولو غوښتنه وکړه

ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشر

په داسې حال کې چې اسرائیل په بیروت او ایران باندې همهاله هوايي بریدونه کوي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (مارچ ۱۲) له لبنان څخه د حزب الله ترهګرې ډلې د ختمولو غوښتنه وکړه، په همدې حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د شخړې د زیاتېدو په اړه بیړنۍ غونډه کړې.

ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل: "موږ لبنان سره مینه لرو. موږ د لبنان له خلکو سره مینه لرو، خو حزب الله له ډېرو کلونو راهیسې په سیمه کی یو لوی ناورین دی" هغه وویل، متحده ایالات او متحدین یې باید له حزب الله څخه خلاص شي."

د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې، په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز وویل واشنګټن د اسرائیل "مشروع امنیتي اړتیاوې" او د هغه څه په وړاندې د ځان د دفاع حق پیژني چې هغه د ایران رژیم او حزب الله د یوې سکې دوه مخونه بولي. نوموړي د امنیت له شورا څخه وپوښتل: "کوم هیواد په مشروع ډول ویلای شي چې د ایران د اقداماتو له امله ښه یا ډیر باثباته دی؟"

ملګرو ملتونو لپاره د اسرائیل سفیر ډیني ډانون د همدغه فرصت څخه په استفادې سره بیروت ته مستقیم ضرب الاجل وټاکه.

هغه وپوښتل: "که حزب الله ختمه شوې، شواهد یې چیرته دي؟ د دوی د توغندیو د توغولو په ځایونو باندې عملیات چیرته دي؟ د دوی د وسلو نیول چیرته دي؟" "یا به د لبنان حکومت د حزب الله د مخنیوي لپاره ریښتیني اقدام وکړي، او یا به اسرائیل د دې ترهګریز سازمان د له منځه وړلو لپاره له خپل ځواک څخه کاراخلي. نورې لارې نشته."

ډانون وویل چې اسرائیل نه غواړي په لبنان کې عملیات وکړي خو د ابهام هیڅ ځای یې نه دی پریښی. هغه وویل: "اسرائیل به زموږ پر خلکو راکټونه ونه مني،" او زیاته یې کړه چې خبرې اترې ممکنې دي - مګر "په داسې حال کې چې حزب الله په اسرائیل توغندي توغوي، نه کېږي."

په ملګرو ملتونو کې د لبنان سفیر احمد عرفه وویل چې بیروت په څرګنده د حزب الله راکټي بریدونه غندلي، هغه یې د کابینې د پریکړې څخه سرغړونه او یوې داسې سیمه ایزې شخړې ته د لبنان د داخلولو هڅه بللې، چې لبنان یې نه غواړي.

ددې اونۍ په پیل کې د لبنان ولسمشر جوزاف عون د بشپړ اوربند او له اسرائیل سره د مستقیمو خبرو اترو غوښتنه وکړه. د لبنان حکومت د مارچ په دویمه نیټه د حزب الله پوځي فعالیتونه غیرقانوني اعلان کړل او امنیتي ځواکونو ته یې امر وکړ چې د لبنان له خاورې څخه د توغندیو د توغولو مخه ونیسي. دا امر تر ډیره حده نه دی عملي شوی – حزب الله په اسرائیل بریدونه روان ساتلي.

په داسې حال کې چې نیویارک کې ډیپلوماتان بحث کوي، د اسرائيل پوځ وايي چې په بیروت کې یې د حزب الله په تاسیساتو یو ځل بیا هوايي بریدونه پيل کړي. د اسرائیل دفاعي ځواکونو (IDF) وویل چې دوی په جنوبي لبنان کې دقیق بریدونه کړي او هغه وسله وال فعالین یې له منځه وړي چې په یوي ودانۍ کې یې پناه اخیستې وه او په لویه کچه وسلې یې ترلاسه کړې. د اسرائیل د عربي ژبې ویاندې ډګروال ایلا واویه په وینا، په دې زیرمه کې د حزب الله ټوپکونه، مهمات او په جګړې کې اغوستونکي واسکټونه شامل وو.

د لبنان روغتیايي چارواکو ویلي اسرائیل د بیروت په مرکزي برخه کې د عایشه بکار په سیمې کې په یوې ودانۍ برید کړی او څلور کسان په کې ژوبل شوي. د اسرائیل پوځ د برید په اړه څه نه دي ویلي.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې د مارچ له دوهمې نیټې راهیسې د اسرائیل د بریدونو له امله د مړو شمېر نږدې ۶۰۰ ته لوړ شوی او له ۱۴۴۴ څخه ډیر ټپیان شوي دي. دغه وزارت په خپلو ارقامو کې د ملکي وګړو او جنګیالیو ترمنځ توپیر نه کوي. د ملګرو ملتونو او لبنان حکومت په وینا نږدې ۷۸۰،۰۰۰ خلک بې ځایه شوي دي. حزب الله په ۱۹۹۷ کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د بهرني ترهګر سازمان په توګه نومول شوی و.