یوناما: په افغانستان کې د ماینونو ۸۰ سلنه قربانیان ماشومان دي

ملګري ملتونه وایي چې افغانستان د جګړو څخه د پاتې ماینونو او ناچاودېدلو مهماتو له امله د مرګ‌ژوبلې له اړخه د نړۍ درېیم ګواښونکی هېواد دی او د دې وضعیت د حل لپاره په دغه هېواد کې د ماین پاکولو د پروګرامونو تمویل ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د ماین پاکولو د برخې مسوول ، نیک پونډ وویل چې هره میاشت شاوخوا ۵۰ تنه په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودېدلو مهماتو له امله وژل کېږي یا ټپیان کېږي.

پونډ د ماینونو د پوهاوي د نړیوالې ورځې په درشل کې چې د اپریل په څلورمه نمانځل کیږي په یوې غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د ماینونو ۸۰ سلنه قربانیان ماشومان دي.

هغه د ماینونو او ناچاودېدلو مهماتو د مرګ‌ژوبلې په اړه وویل:«دا په دې معنا ده چې هره ورځ لږ تر لږه یو کس ژوند له لاسه ورکوي. ۹۰ سلنه دغه تلفات د هغو ناچاودو مهماتو له امله دي چې د څه باندې ۴۰ کلونو جګړو پاتې شوني دي.»

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي وویل چې د دې قربانیانو ډېری ماشومان دي، په ځانګړي ډول هلکان، چې د څارويو په څرځایونو یا د لوبو پر مهال له دغو ناچاودو مهماتو سره د تماس له امله زیان ویني. هغه د ماین پاکولو لپاره د بودیجې کمښت د افغانستان له سترو ستونزو څخه وباله.

پونډ وویل:«د هغه هېواد لپاره د ملاتړ کمېدل چې د نړیوالو بشري لومړیتوبونو د لېست په ټیټه کچه کې دی او حکومت یې هم په نړیواله کچه په رسمیت نه ده پېژندل شوې، د دې لامل شوی چې د ماین پاکولو کارکوونکي له ۲۰۱۱ کال په پرتله چې شاوخوا ۱۵ زره کسان و، پدې میاشت کې ۱۳۰۰ ته راکم شي. هغه کسان چې د ماین پاکولو، د خطرونو د خبرتیا او پوهاوي او د قربانیانو د مرستې په برخو کې کار کوي.»