متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ (سپتمبر ۲۹) د ایران د پوځ او وسلو د پېرلو او پلورلو سره د تړاو له کبله په اتو ادارو او پنځو افرادو باندې نوي بندیزونه اعلان کړل.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دا بندیزونه په اقتصادي لحاظ د ایران د منزوي کولو د عملیاتو برخه ده او د هغو محدودیتونو سره تړاو لري چې نږدې یو کال وړاندې د ملګرو ملتونو لخوا له دې کبله پر تهران لګول شوي چې د خپل اتومي پروګرام په برخه کې یې په دوامدار ډول کړې ژمنې ماتې کړي او د وسلو او اړوند توکو پېرلو او خپرولو ته یې دوام ورکړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي پیګوټ په یو بیان کې وویل: «د نن ورځې بندیزونه [د ایران] دا فعالیتونه او د دریمګړو هیوادونو هغه بنسټونه په نښه کوي چې د ایران دفاعي صنعت او د وسلو د خپرلو فعالیتونو ته وده ورکوي.»
په بیان کې زیاته شوې چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ټینګار کړی چې «ایران باید هیڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی ونه مومي او نه هم باید د توغندیو او وسلو هغو پروګرامونو ته یې اجازه ورکړل شي چې نړیواله سوله او امنیت له خطر سره مخامخ کوي.»
د ۲۰۲۵ کال په سپتمبر کې پر ایران باندې د ملګرو ملتونو په بندیزونو کې پراخ نړیوال محدودیتونه شامل دي چې ددغه هېواد پوځ، اتومي پروګرامونه او مالي سکتور په نښه کوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ددغو محدودیتونو د عملي کېدو لپاره متحدو ایالتونو پراخ اقدامات کړي دي تر څو هغو سرچینو ته د ایران لاسرسی محدود کړي چې د تهران د توغندیو، اټومي او دودیزو وسلو د جوړولو د پروګرامونو ملاتړ کوي.
د متحدو ایالتونو حکومت وایي چې د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر راهیسې یې د ایران د وسلو د خپرولو له شبکو سره په تړلیو ډلو باندې پراخ بندیزونه لګولي دي. واشنګټن ویلي چې پر ایران باندې د ملګرو ملتونو د محدودیتونو د پلي کولو لپاره یې د ۴۰ هېوادونو استازي راټول کړي او د بندیزونو په نړیوال لیست کې د شاملو ایراني ادارو او افرادو تازه معلومات یې ورسره شریک کړي دي.
په عین وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره انعام» پروګرام له مخې، د داسې معلوماتو په بدل کې د ۱۵ میلیون ډالرو انعام اعلان کړی چې د ایران د سپاه پاسدارن د مالي شبکو د ګډوډولو لامل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران د وسلو د خپرولو د شبکو د مخنیوي او د هغوی د مالي، تخنیکي او لوژستیکي سرچینو د پرې کولو لپاره به متحده ایالتونه له خپلو شریکانو سره همکارۍ ته دوام ورکړي. د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې زیاته شوې چې واشنګټن د ملګرو ملتونو پر ټولو غړو هېوادونو غږ کوي چې خپل مکلفیتونه په بشپړ ډول عملي کړي.