د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ [جون ۲۵مه] د هېواد د خپلواکۍ د ګټلو د ۲۵۰ کالیزې مراسم رسماً پیل کړل.
سږکال امریکا غواړي د خپلې خپلواکۍ د ګټلو ۲۵۰ کالیزه د تېرو هغو په پرتله متفاوته ولمانځي. سره لدې چې رسمي مراسم به د جولاۍ په څلورمه نېټه وشي اما دغې ورځې ته تر رسېدو مخکې په واشنګټن ډي سي کې فوق العاده ترتیبات نیول شوي دي.
د پلازمېنې واشنګټن ډي سي په ملي پارک کې د "امریکا د سترې دولتي مېلې" تر سرلیک لاندې د لمانځلو بهیر پیل شوی.
ولسمشر ټرمپ ویلي چې د امریکا د خپلواکۍ جشن داسې ترتیب شوی چې په نړۍ کې به ساری نه لري.
رمپ پخپلو څرګندونو کې د هېواد په پلازمینه کې د پرمختګونو ستاینه وکړه، وویل چې دده په حکومت کې د بې کوره خلکو کمپونه او په دیوالونو لیکنې لېرې شوي، له ۵۰ څخه ډېر یادګاري ځایونه او څلي ترمیم شوي او لسګونه مجسمې صفا شوې دي.
ټرمپ د پرانیستې مراسم "یوه ډېره ځانګړې شپه" وبلله، اعلان يي وکړ چې امریکا "بېرته راستنه شوې او اوس ټوله نړۍ ورته درناوی کوي." په پرونیو مراسمو کې تر ټولو جالبه ننداره د پوځي الوتکو مانورونه وو. د بي دوه مشهوره جنګي الوتکه د ګڼو ایف ۳۵ الوتکو په ملتیا د ډي سي پر فضا تېره شوه.
ټاکل شوې چې د رسمي مراسمو نه یوه ورځ مخکې، د جولای په درئیمه ولسمشر ټرمپ د رشمور غړونو ته ورشي او هلته په یو لړ مراسمو کې برخه واخلي. د رشمور غرونه د یا د رشمور ملي پارک په سویلي ډکوتا ایالت کې موقعیت لري. دلته، د څلورو نامتو امریکایي ولسمشرانو ابراهام لېنکن، تیوډور روزولټ، توماس جیفرسن، او جورج واشنګټن مجسمې د غره په یوه څنده کې تراشل شوي دي.