د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واشنګټن ډي سي په ملي پارک (نشنل مال) کې د وینا په اورولو او د اورلوبو په نندارو د متحدو ایالتونو د خپلواکۍ ۲۵۰مه کلیزه ولمانځله.
ټرمپ د شنبې په شپه [جولای ۴مه] د خلکو یوې لویې غونډې ته د وینا پر مهال د امریکا د لاسته راوړنو یادونه وکړه او ويې ویل چې هېواد يي جګړې ګټلې، سوږمۍ ته يي انسانان استولي او په عموم کې د امریکا نظام ښه پرمخ دورمي.
هغه وویل: "د ۲۵۰ کلونو راهیسې د امریکا متحده ایالتونه د نړۍ د ټولو ملتونو په منځ کې یوه هیله، ژمنه، رڼا او عظمت پاتې شوي دي."
ټرمپ پر کانګرس غږ وکړ چې هغه ځنډول شوي قوانین تصویب کړي چې د پوستي رایو ورکولو بهیر محدودوي او د رایې ورکولو لپاره د نوم لیکنې پر مهال د تابعیت د ثابتولو غوښتنه کوي.
د ولسمشر ټرمپ د وینا په یوې برخې کې راغلي وو چې "موږ یو ملت، یوه کورنۍ، او یو بیرغ لرو او لکه څنګه چې زموږ د خپلواکۍ اعلامیه موږ ته وايي، موږ ټول د یوه قادر متعال ذات لخوا جوړ شوي یو."
د ۲۰۱۹ کال د ټرمپ له ورته وینا پرته، له ۱۹۵۱ کال راهیسې هېڅ امریکایي ولسمشر په ملي پارک کې د خپلواکۍ د ګټلو په مناسبت وینا نه ده کړې.
خلکو د مراسمو ځای ته د ننوتلو لپاره ساعتونه انتظار کړی و او د سختو امنیتي تدابیرو په شتون کې يي په مراسمو کې برخه واخېسته. د هوا تودوخه د سانتي ګرېد په کچه څه ناڅه ۳۰ درجو ته رسېدلې وه.
د ولسمشر د وینا تر اورېدولو مخکې، د امریکا د پوځ جټ الوتکو د واشنګټن ډي سي پر فضا مانورونه سرته ورسول او د درناوي مراتب یي وړاندې کړل.
د متحدو ایالتونو د ۲۵۰مې کلیزې سمبالونکي وايي چې په ملي پارک کې د ایالتونو نندارتونونه د هغو خلکو او نوښتونو ځای دی چې له متحدو ایالتونو يي "پر ځمکه تر ټولو ستر ملت" جوړ کړی دی.
په بهرنیو مسایلو کې ولسمشر ټرمپ ایران ته اشاره وکړه وویل چې متحدو ایالتونو د ایران پوځ "له منځه وړی". ټرمپ دارنګه په متحدو ایالتونو کې د کمونیزم د ودې په اړه خبرداری ورکړ.
د ولسمشر د وینا په پای کې یوه شانداره اورلوبه وشوه چې په ترڅ کې یي په یو وخت کې څه ناڅه ۸۵۰ زره پټاقۍ والوزول شوې. په دې سره به د فلیپین اوسنی ریکارډ مات شي چې د ګېنس د نړیوالو ریکارډونو له مخې یې د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه ۸۱۰،۹۰۴ پټاقۍ والوزولې.
د ۲۵۰ کلیزې په ویاړ په نیویارک، فلادلفیا او د متحدو ایالتونو په ګڼو نورو ښارونو کې رسم و ګذشت، اورلوبې او نورې بېلابېلې نندارې ترسره شوې.