په داسې حال کې چې متحده ایالتونه د سپټمبر د ۱۱مې د ترهګریزو بریدونو ۲۵مه کلیزه لمانځي، د هغې امریکايي ادارې مشر چې د متحده ایالتونو د ترانسپورټي سیستمونو د ساتنې دنده لري، په دې وروستیو کې د «Horizon 25» په نوم یوه نوې تګلاره اعلان کړه.
د ترانسپورتي امنیت د ادارې په وینا، دا د راتلونکو ۲۵ کلونو لپاره هغه ستراتیژي ده چې موخه یې په تېرو کلونو کې د ترلاسه شویو لاسته راوړنوساتل او په ورته وخت کې د راتلونکو احتمالي خطرونو لپاره د چمتووالي نیول او مخنیوی دی.
د دې موخې لپاره، د ترانسپورټي امنیت ادارې (TSA) مشر ډېوېډ کمینز د ادارې لپاره درې اساسي هدفونه بیان کړل.
د ترانسپورتي امنیت د ادارې د هوايي ډګرونو د امنیتي پلټنې سیستمونو عصري کول، د خلکو ساتنه، او د مسافرو د سفر د تجربې لا بهترول.
کمینز د اګست په ۲۴مه د ادارې په یوه اعلامیه کې وویل: « د ترانسپورتي امنیت اداره اړه نده چې د یوې خوندي، اغېزمنې امنیتي پروسې او د مسافرو د لا ښې تجربې ترمنځ یو وټاکي.د ترانسپورتي امنیت اداره دا درې واړه په یو وخت کې برابرولای شي او باید چې برابر یې هم کړي.»
له سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو مخکې، د مسافرینو خپلو خپلوانو کولای شول خپل عزیزان د هوايي ډګر تر دروازې پورې بدرګه کړي، او مسافرینو کولای شول تر ۱۰ سانتيمترو پورې اوږدې چړې له ځان سره ولېږدوي.
د ۲۰۰۴ کال د جولای په میاشت کې د سپټمبر د ۱۱مې د پېښو د کمېسیون راپور له مخې، کله چې چاقوګان موندل کېدل، بېرته یې مالکانو ته سپارل کېدل، او د هوايي ډګر امنیتي سیستم یوازې د ټوپکونو او بمونو د موندلو لپاره طرحه شوی و.
په رپوټ کې راغلي: «په ۱۹۹۳ کال کې د چاقوګانو د بشپړ بندیز وړاندیز رد شو، ځکه چې د کوچنیو پرېکوونکو وسایلو موندل ستونزمن وو او د بېګناه مسافرو د امنیتي اندېښنو شمېر به د پام وړ زیات شوی وای، چې د هوایي ډګر د څار په سیمو کې به یی د ګڼې ګوڼې ستونزه لا پسې زیاته کړې وای.»
د القاعدې ټولو ۱۹ برمته کوونکو چې دغه ترهګریز بریدونه یې ترسره کړل، یا خو د بکس پرېکوونکي چاقوګان او کوچنۍ چړې له ځان سره لرلې او یا یې ترې استفاده کړې وه. هغوی له دغو وسایلو څخه د الوتنې د کارکوونکو د ګواښلو او د الوتکې د پیلوټانو خونې ته د ننوتلو لپاره کار واخیست.
په نیویارک کې د نړیوال سوداګریز مرکز پر ودانیو، چې دوه الوتکې ورسره ولګېدې، نږدې ۳۰۰۰ کسان ووژل شول. درېیمه الوتکه د متحده ایالتونو د جګړې پر وزارت یا پنټاګون ولګېده.
څلورمه الوتکه، د یونایټډ ایرلاینز ۹۳مې شمیرې پرواز و چې د پنسلوانیا ایالت د شنکسوېل نومي په یوه میدان کې نسکوره شوه. مسافرو د برمته کوونکو پر وړاندې مقاومت وکړ او هڅه یې وکړه چې الوتکه له خپل نامعلوم هدف څخه واړوي. باور کېږي چې د هغې الوتکې احتمالي هدف په واشنګټن کې سپینه ماڼۍ یا د کانګرس ودانۍ وه.
د متحده ایالتونو پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ۲۰۰۱ کال د نومبر په ۱۹مه د هوايي چلند او ترانسپورټ د امنیت قانون (ATSA) لاسلیک کړ.
له هغه وروسته هوايي ډګرونه د چاقوګانو او بکس پرېکوونکو چړو په څېر د منع شوو توکو سربېره، د فدرالي حکومت تر کنټرول لاندې راغلل. د مسافرو بکسونه د چاودېدونکو توکو لپاره په ځیر پلټل کېږي، د ټول بدن سکینرونه کارول کېږي، او په ځانګړو مواردو کې د مخدره موادو او نورو ممنوعه توکو د موندلو روزل شوي سپي هم کارول کېږي.
د ترانسپورتي امنیت د ادارې تر امنیتي پروسې لاندې د بوټانو او کمربندونو ایستل او د بدن لاسي پلټنه هم د هوايي ډګر د امنیت یوه برخه ده. په دې اداره کې نږدې ۶۵ زره کارکوونکي دي، او د ۲۰۰۳ کال په مارچ کې دا اداره د کورني امنیت وزارت تر چتر لاندې راغله.
د ترانسپورتي امنیت اداره وايي، هره ورځ په متحده ایالتونو کې په ۴۴۰ هوايي ډګرونو کې په اوسط ډول د شاوخوا ۲.۵ میلیون مسافرو پلټنې کوي.
د الوتنې د کارکوونکو ټولنې، چې د ثبت شویو معلوماتو له مخې یې د سپټمبر په ۱۱مه ۲۵ د الوتنې کارکوونکي، اته پیلوټان او د مسافرینو د خدماتو درې کارکوونکي وژل شوي وو، د کوچنیو جېبي چاقوګانو د اجازې له وړاندیز سره مخالفت کړی دی.
دې ټولنې د اګست په ۳۱مه په یوه اعلامیه کې وویل: «موږ به تل د سپټمبر د ۱۱مې پېښې په یاد ساتو، د خپلو اتلانو درناوی به کوو، او د خپل توان تر حده به هر څه ترسره کړو چې ډاډ ترلاسه شي دا ډول پېښې هېڅکله بیا تکرار نه شي.»
په داسې حال کې چې د ترانسپورتي امنیت ادارې د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو قربانیانو ته درناوی کوي، دغه اداره مسافرینو ته دا ډاډ هم ورکوي چې اصلي دنده او موخه یې د امنیت ساتل دي.
د ترانسپورتي امنیت ادارې د سې شنبې په ورځ د ایکس پر پاڼې د یوې خبرتیا پّ خپرولو وویل: «هر امنیتي څار، هر روزل شوی سپی او هر فدرالي هوايي مارشال دلته دی، څو ډاډ ترلاسه کړي چې ترهګر هېڅکله بیا زموږ پر هېواد په برید بریالي نه شي. .»