پر امریکا غږ شوی چې پر افغان محلي پولیسو مرستې ودروي

پر امریکا غږ شوی چې پر افغان محلي پولیسو مرستې ودروي

په واشنګټن کی دیره د ریفوجي انترنشنل یا نړیوالو مهاجرو په نوم ادارې د امریکا پر کانګرس غږ کړی چی د افغان سیمه اییزو پولیسو د پروګرام مالي مرستې د هغو اندیښنو په بنسټ ودروي چی وایي دا پولیس د امنیت د ټینګښت پر ځای د ناامنی سبب ګرځي.

دغی اداری د افغانسان په ګڼو ولایتونو کې د خلکو سره د خبرو اترو په ترڅ کې د سیمه اییزو پولیسو له خوا د ګواښونو په اړه یوه هر اړخیزه سروی هم تر سره کړې چې وایي دا وړاندیز یې هم ددې سروې د نتیجو پر بنسټ کړی دی.

ددې تر څنگ دغې ادارې په افغانستان کی د داخلي بې ځایه شویو په باب هم اندیښنه څرګنده کړې او وایي چې ناټو او امریکایي قواوې باید د خپلو عملیاتو په ترڅ کې د عامو وګړو خوندي ساتنې ته پوره پام واړوي تر څو د پوځي عملیاتو پر مهال د سیمې خلک د خپلو کورونو او کلیو پریښودو ته اړ نشي. دغه اداره زیاتوي چې افغان قواو ته د امنیت سپارلو بهیر باید په پوره احتیاط تر سره شي او ددې بې ځایه شویو سره د مرستی غم وخوړل شي.