امریکا دې په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمیر نه کموي

د سنا مجلس د وسله والو خدمتونو او بهرنیو اړیکو د کمیټې غړې دموکراته سناتوره جینه شاهین

امریکايي سناتوره وايي چې د افغانستان شرایطو ته په کتو دې امریکا په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمیر نه کموي.

د امریکا د سنا په مجلس کې د وسله والو خدماتو او بهرنیو اړیکو د کمیټې غړې جین شهین د امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل چې دا په هغو کسانو کې شامله ده چې اوباما ته یې په افغانستان کې د عسکرو د شمیر د نه کمولو پخاطر لیک استولی دی.

"زه هم په هغو کسانو کې وم چې لیک مو [اوباما ته] لیږلی او د جمهور رئیس نه موغوښتي چې شرایطو ته په کتو سره دې عسکر نه کموي.»

دغه امریکايي سناتورې زیاته کړه چې د امریکا د پوځ ځینو مشرانو هم د اوباما نه غوښتي دي چې په افغانستان کې دې د امریکايي عسکرو شمیر نه کموي.

امریکا اوس مهال په افغانستان کې نهه زره اته سوه عسکر لري او جمهور رئیس پلان لري چې د همدې کال تر پایه نیمایي یې راوباسي.

خو جین شهین هیله وښوده چې جمهوررئیس اوباما به د افغانستان شرایطو ته په کتو سره په افغانستان کې د امریکايي عسکرو په اړه پریکړه وکړي.

« جمهوررئیس دا اشاره کړې ده چې [د عسکرو د کمولو یا نه کمولو په اړه په خپل] تصمیم کې به زموږ د پوځ د مشرانو پشنهادات او دا چې په افغانستان کې څه تیریږي په نظر کې ونیسي.»

هغې وویل چې د عسکرو د کمولو په صورت کې به په افغانستان کې د امریکا ماموریت اغیزمن شي.

«دا به زموږ په قابلیت باندې چې د افغان پوځ ملاتړ او د روزنې د پرواګرام دوام دی تاثیر ولري.»

سناتورې شهین وویل چې تر هغو چې افغانستان د طالبانو د ګواښ سره مخامخ وي او داعش په دې هڅه کې وي چې په افغانستان کې خپل فعالیت پراخه کړي، دا مهمه ده چې امریکا په افغانستان کې خپل حضور وساتي.