امریکا او چین د تعرفو د کمولو لپاره د ۶۰ میلیارد ډالرو صادراتي توکو لېستونه خپاره کړل

متحدو ایالتونو او چین د دوشنبې په ورځ (سپټمبر ۲۸) د هغو توکو لېستونه خپاره کړل چې دواړه لورې په متقابل ډول ورباندې تعارفې کموي.

د هر لورې د توکو ارزښت شاوخوا ۳۰ میلیارد ډالره ښودل شوی چې ټولټال ۶۰ میلیارد ډالر کیږي.

دا اقدام څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې د چین ولسمشر شي جین پینګ په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وکتل. د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزو اړیکو کې د ترینګلتیا له کمېدو وروسته، واشنګټن مخکې هم پر ځینو چینايي وارداتو تعرفې راکمې کړې وې.

د امریکا د سوداګرۍ استازي جیمیسن ګریر ویلي چې لېستونه پر هغو «غیرحساسه» توکو متمرکز دي چې د مناسبې تعرفې له امله یې سوداګري پراخېدای شي. ګریر ویلي چې دا هوکړه کولی شي د امریکايي بزګرانو، تولیدوونکو، سوداګرو او کارکوونکو لپاره بازار ته لاسرسی زیات کړي او امریکايي مصرفوونکو ته هم د چین له وارداتي توکو څخه ګټه ورسوي.

د چین د سوداګرۍ وزارت ویلي چې دغه هوکړه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې همکاري پیاوړې کړي.

د امریکا له خوا چین ته د صادراتو په لېست کې ۱۶۱۹ توکي، کرنیز محصولات، د وېښتانو او د شخصي پاملرنې محصولات، لرګي، طبي وسایل او د امریکا سکاره شامل دي.

په مقابل کې، امریکا ته د چین د صادراتو په لېست کې ۷۷ بیلابیل د لوبو سامان الات، لوښي، ښیښې، لرګي، د کرسمس د سینګار شیان، فوټبال توپونه او نور مصرفي توکي شامل دي.

خو د دواړو هېوادونو د ستراتیژیک اهمیت ځینې برخې، لکه چیپونه، برقي موټرونه او بطرۍ، په دې هوکړه کې نه دي شاملې.

اقتصادي شنونکي وايي چې د تعرفو کمول کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته وده ورکړي، خو ځینو ویلي چې د ۳۰ میلیارد ډالرو په کچه د هر لوري د توکو پوښښ ښايي د دواړو هېوادونو د ټولې سوداګرۍ په پرتله محدود اقتصادي اغېز ولري.

د امریکا او چین ترمنځ د سوداګرۍ پراخ تړون هم د دوو میاشتو لپاره تمدید شوی او ټاکل شوې د دواړو هېوادونو مشران په راتلونکو میاشتو کې بیا سره وګوري.

د تعرفو د کمولو له اعلان وروسته، ځینو چینايي صادروونکو دغه اقدام مثبت بللی، خو ویلي یې دي چې د روان کال د کرسمس اکثره توکي لا له وړاندې امریکا ته د لېږد په حال کې دي، نو د تعرفو د کمېدو اغېز به ښايي سمدستي ډېر څرګند نه وي.