د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پنجشنبه اکټوبر ۲۹ مه د هنګري د بهرنیو چارو د وزیرې انیتا اوربان سره دوه تړونونه لاسلیک کړل چې له مخې به یې دواړه هیوادونه د انرژۍ او سیاسي تشدد پر ضد ګډه مبارزه کوي.
دا تړونونه داسې مهال لاسلیک کیږي چې د هنګري نوی حکومت غواړي د واشنګټن سره اړیکې قوي کړي.
ښاغلي روبیو په واشنګټن ډي سي کې د تړون تر لاسلیک کیدو وروسته وویل چې د دې تړون له مخې به دواړه هیوادونه د استخباراتي معلوماتو شریکولو او هغه څه پر ضد ګډه مبارزه کوي چې ده "کین اړخې ترهګرې" وبلله.
روبیو وویل" لومړی تړون پدې هکله دی چې چې مونږ د کین اړخې ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره په ګډه او د حکومتونو په کچه مبارزه کوو. دا له ډیره وخته له پامه غورځول شوې وه او هغه څه دي چې د سږ کال په پیل کې ما پرې خبرې کړې وې".
ښاغلي روبیو وویل چې دا ډلې سیاسي ادارې، د قانون د تطبیق ادارې، مهمې زیربناوې، تاریخي ځایونه او د یوې آزادې ټولنې بنسټونه په نښه کوي او باید چې هدف وګرځول شي او مخه یې ونیول شي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر همدرانګه وویل چې په اروپا کې تشدد چې د سیاسي اهدافو تر لاسه کولو لپاره کیږي، تاریخي ودانۍ یې زیانمنې کړي او تر څنګ یې دا هم وویل چې په ۲۰۲۰ کال کې په متحده ایالاتو کې هم یو شمیر کسانو یادګاري څلې وران او یا زیانمن کړل.
روبیو وویل چې پدې تړونونو سره به د متحده ایالاتو او هنګري تر منځ د همدې ډلو په هکله د معلوماتو شریکول ډیر شي او زیاته یې کړه چې دا ډول ډلې په نړیواله کچه فعالیت کوي، نړیوالې شبکې لري او غواړي چې لویدیځې ټولنې، نظامونه، کلتور او تمدونونه بې ثباته کړي.
په همدې حال کې د هنګري د بهرنیو چارو وزیرې بیا د دواړو هیوادونو تر منځ د انرژۍ همکارۍ په اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې هیواد یې ثبات لرونکې، ارزانه او د انرژۍ سیمه ایزه او رقابتي همکاري غواړي.
د همکارۍ دې تړونونو لاسلیک کیدو څخه یوه ورځ وړاندې د هنګري نوي حکومت له پارلمان وغوښتل چې د واشنګټن سره د ملکي اتومي همکارۍ هغه تړون منظور کړي چې د روان میلادي کال د فبروري په میاشت کې د هنګري پخواني حکومت لاسلیک کړی و او په قانوني توګه د اجرا وړ دی.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیرې الینا والتونین سره په واشنګټن کې وکتل. د ملاقات هدف د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي او امنیتي همکارۍ قوي کیدل ښودل شویدي.