امریکا د ۲.۵۳ میلیارد ډالرو په ارزښت په رومانیا باندې ټانګونه پلوري

د امریکا د (M1A2) ابرامز ټانګونه.

متحدو ایالتونو د پنجشنبې په ورځ نومبر نهمه (لړم۱۸) اعلان وکړ چې په رومانیا باندې یې د M1A2 ابرامز ټانګونو پلورل منظور کړي دي.

د دغې معاملې ارزښت ۲.۵۳ میلیارد ډالر کېږي. رومانیا د ناټو متحده او د اوکراین ګاونډۍ ده.

د امریکا د دفاعي همکاریو ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا وړاندیز شوې معامله به د ناټو د یو متحد د امنیت په ټېنګښت کې د امریکا د بهرنۍ تګلارې او ملي امنیت د اهدافو حمایت وکړي.

په دغې اعلامیې کې ویل شوي چې د دغو ټانګونو پلورل به د اوسنیو او اینده ګواښونو په وړاندې د رومانیا وړتیا قوي کړي.

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته، متحدو ایالتونو له کیف او د ناټو نورو متحدینو سره د پوځي مرستو او په هغوی باندې د پوځي وسائیلو خرڅول زیات کړي‌ دي.

واشنګټن ژمنه کړې وه چې د ابرامز ۳۱ پخواني ماډل ټانګونه به اوکراین ته ورکوي او کیف د سپتمبر په میاشت کې د ځینو ټانګونو ترلاسه کول تائید کړل.

د امریکا د دفاعي همکاریو ادارې د دغو ټانګونو د پلورلو په اړه کانګرس ته معلومات ورکړي. دا معامله د کانګرس تصویب ته اړتیا لري.