د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په منځني ختیځ کې امریکایي اتباعو ته لارښونه کړې چې له احتیاط څخه کار واخلي او د سفر لغوه کیدو، وخت ناوخته د هوایي فضا تړل کیدو او د پروازونو احتمالي ګډوډیو لپاره چمتوالی ولري.
د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې چې د اکس په حساب کې یې خپره کړې یو شمیر الوتکو وار د مخه پروازونه ځنډولي او یا یې په ځینو مسیرونو پراوز کول لغوه کړي چې د پخوا څخه یې مهال ویش ټاکل شوی و.
د اعلامیې په یوې برخې کې راغلي، " په سیمې کې امریکایان باید په وتلو غور وکړي او یا د شخړې ډیریدو په صورت کې وتلو ته چمتوالی ولري".
په اعلامیې کې همدارنګه له هغو امریکایانو چې د منځني ختیځ څخه د باندې اوسیږي، غوښتل شوي چې دې سیمې ته په سفر کولو "جدي د سره غور" وکړي او هغه کسان چې دې سیمې ته سفر کوي او یا ترې وځي، باید چې د هوایي ډګرونو او الوتکو د فعالیتونو په هکله معلومات تر لاسه کړي.
په اعلامیې کې په ځانګړې توګه دلایل ندي ورکړل شوي چې امریکا خپلو اتباعو ته دا لارښوونې ولې کړي خو دومره پکې ویل شوي چې په سیمې کې پدې وروستیو کې د متحده ایالات دیپلوماتیک تاسیسات په نښه شویدي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ایران او هغه ډلې چې ایران یې ملاتړ کوي ښایي په بهرنیو هیوادونو کې د امریکا په ګټو، کاروبارونو، ادارو او هغه موقعیتونو چې امریکا سره تړلې دي، په نښه کړي.