امریکا د ایران پر ضد د ' اقتصادي انزوا' عملیات پيل کړل

د متحده ایالاتو د مالیې وزیر دوشنبه اګست ۲۴ مه د ایران پر ضد د اقتصادي انزوا عملیاتو د پيل کیدو اعلان وکړ.

سکاټ بیسنټ په خبري کنفرانس کې وویل چې دا عملیات د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په لارښوونې پیل شوي او دا یې د ایران د اسلامي جهوریت او هغوي چې لدې هیواد سره مرسته کوي، "بې ساری کمپاین" وباله.

د مالیې وزیر وویل چې متحده ایالات پدې کمپاین کې په ټولې نړۍ کې د ایران د مالي اړیکو پر ضد اقتصادي مبارزه پیل کوي او زیاتوي چې ددې مبارزې هدف دا دی چې د ایران استبدادي رژیم ټول اقتصادي ملاتړي له منځه یوړل شي او تهران یوازې پاتې شي.

ښاغلي بیسنټ زیاته کړه، " امریکا نور د ایران تهدید نه تنظیموي، مونږ یې پای ته رسوو".

د متحده ایالاتو دې تر ټولو جګپوړي مالي چارواکي وویل چې د ایران لپاره یوازې دوه لارې چارې شته دي چې یوه یې په بشپړه توګه نړیواله انزوا او کمزوری اقتصاد دی او دویم یې عادي حالت ته د بیرته راګرځیدو او د نړیوال اقتصاد سره بیا یو ځای کیدلو لار ده.

د مالیې وزیر وویل چې د اقتصادي انزوا عملیاتو په پيل کولو سره، متحده ایالات غواړي چې د ایران رژیم لپاره نورې ټولې لارې چارې وتړل شي.

هغه زیاته کړه چې سر له نن څخه به د مالیې وزارت او نورې اړوند ادارې د ټولو هغو سرچینو مخه ونیسي چې د ایران "ناوړه رژیم" او د ایران سپاه پاسداران انقلاب قول اردو ته مالي مرستې او عاید برابروي.

وزیر همدارنګه وویل چې د بیرته رغیدو لپاره به په ایران ساحه دومره تنګه شي چې "ساه وانشي خیستلی" او زیاته یې کړه چې نور به دا هیواد ونشي کړی امریکا او نړۍ ته زیان ورسوي.

د مالیې وزیر په خبري کنفرانس کې وویل چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د نړۍ د مشرانو سره په ټیلیفون کې په خبرو اخته دی او ځانګړې غوښتنه یې ترې دا ده چې د ایران له رژیم سره خپل تعامل ختم کړي.

د مالیې وزیر وویل، هغوي چې له متحده ایالاتو سره دریږي، د دې همکارۍ له ثمرې به ګټه واخلي او هغوي چې ځانونه د ایران له رژیم سره تړي، د یوه "کمزورې کیدونکي" رژیم سره په انزوا کې د ګډیدو هیله دې ولري.

د مالیې وزیر د کوم ځانګړي هیواد یا ادارې نوم وانخیست خو خبرداری یې ورکړی چې " هغه اداره چې د ایران په استازیتوب پیسو وینځلو کې مرسته وکړي، د متحده ایالاتو د ډالر سیستم څخه به وایستل شي، وخت همدا اوس پیل شو".

په بندیزونو کې د ایران هغه شتمۍ چې ددې هیواد لپاره تر ټولو ډیر ارزښت لري او په نورو هیوادونو کې ترې کار اخلي. ډیجیټل شتمنۍ، ټکنالوژي، سره زر، هوایي چلند او د کښتیو کاروبار هغه څه دي چې د تازه بندیزونو هدف ګرځول شوي.