نن د امریکا او بلاروس ترمنځ د خبرو نوی پړاو پیل شو. دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن غواړي د بلاروس د حکومت له خوا نیول شوي نور بندیان هم خوشې شي.
د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي جان کول د سې شنبې په ورځ په مینسک کې د بلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشینکو سره وکتل. دا له مارچ میاشتې وروسته د دواړو ترمنځ لومړنۍ مخامخ لیدنه ده.
دا خبرې د هغه دیپلوماتیکو هڅو یوه برخه ده چې تېر کال د ټرمپ ادارې له خوا پیل شوې وې. د دې تګلارې تمرکز د بندیانو د خوشې کولو پر هڅو دی چې په بدل کې به یې د بلاروس حکومت ته د امریکا د ځینو بندیزونو د لرې کیدو زمینه برابره شي.
د امریکايي چارواکو په وینا، د دې هڅو له لارې تر اوسه سلګونه بندیان خوشې شوي دي. خو د بشري حقونو سازمانونه وايي، لا هم سلګونه نور کسان په زندانونو کې ساتل کېږي. د بلاروس د بشري حقونو سازمان ویاسنا په وینا، اوس مهال په دغه هېواد کې د سیاسي بندیانو شمېر له ۹۰۰ څخه زیات دی. لوکاشینکو دا کسان سیاسي بندیان نه بولي او وايي، هغوی مجرمان دي، نه سیاسي بندیان.
د واشنګټن لپاره، دا خبرې ددې هڅو یوه برخه ده چې د مستقیمې دیپلوماسۍ له لارې بشري پایلې ترلاسه کړي، نه دا چې یوازې د بلاروس پر نړیوال انزوا تکیه وشي.
د سې شنبې په لیدنه کې لوکاشینکو امریکايي استازي ته رسمي هرکلی ووایه او څرګنده یې کړه چې دا خبرې په بلاروس او د نړۍ په کچه له نږدې څارل کېږي.
کول د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پیغام هم لوکاشینکو ته ورساوه.
دا مذاکرات په داسې وخت کې ترسره کېږي چې بلاروس له روسیې او د هغه له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره نږدې اړیکې لري. لوکاشینکو له ۱۹۹۴ کال راهیسې پر بلاروس واکمني کوي.
لوېدیځو هېوادونو د سیاسي مخالفینو سره د بلاروس د چلند او همدارنګه په اوکراین کې د روسیې د جګړې د ملاتړ له امله پر دغه هېواد بندیزونه لګولي دي.
شنونکي اټکل کوي چې د نورو بندیزونو د کمولو او د خوشې کېدونکو بندیانو د شمېر په اړه اختلافات ښايي د تیرو او اوسنیو خبرو تر منځ د لویې وقفې یو لامل وي.
بل لور ته، د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په یوه جلا رپوټ کې هم د بلاروسي پر حکومت فشار زیات شوی دی. د ملګرو ملتونو کارپوهانو وویل، دوی د دغه هېواد د قضايي نظام په بېلابېلو پړاوونو کې د بشري حقونو منظمې سرغړونې موندلې دي.
په دې سرغړونو کې د خلکو خپلسري نیول، شکنجه، د قانوني خوندیتوب محدودول او د تړلو دروازو تر شا د محاکمو ترسره کول شامل دي. بلاروس تر دې مخکې د بشري حقونو په اړه نړیوالې نیوکې رد کړې دي او د وروستیو موندنو په اړه یې سمدستي غبرګون نه دی ښودلی.
د واشنګټن دپآره تمرکز دا دی چی د د دیپلوماسۍ او د بندیزونو د کمولو له لارې د نورو بندیانو د خوشې کېدو زمینه برابره شي او له بلاروس سره اړیکې شي.