د امریکا پوځ تایید کړې چې خپلې ټولې بم غورځوونکې الوتکې یې د برتانیې په لوېدیځ کې له یوې پوځي اډې څخه بېرته ایستلې دي.
دا اقدام یوه اوونۍ وروسته له هغې ترسره شو چې د اډې په شاوخوا کې د یوه احتمالي پلان د شنډېدو رپوټ ورکړل شو. امریکايي او بریتانوي چارواکو ویلي چې ښايي دغه پېښه له ایران سره تړاو ولري.
د امریکا د جګړې وزارت یوه چارواکي د دوشنبې په ورځ امریکا غږ ته په یوه بیان کې وویل:
«که څه هم د عملیاتو په تړاو د امنیتي تدابیرو له امله موږ نه شو کولای چې په وخت د خپلو پوځي وسایلو او ځواکونو د انتقال په اړه خبر تایید کړو، خو اوس دا تاییدولای شو چې ټولې هغه امریکايي بم غورځوونکې الوتکې چې د فیر فورد په اډه کې ځای پر ځای شوې وې، بېرته په متحده ایالتونو کې خپلو اصلي اډو ته ستنې شوې دي.»
دغه چارواکي زیاته کړه چې د امریکايي بم غورځوونکو الوتکو عملې لا هم چمتو دي چې د هغو عملیاتو په ګډون چې له متحده ایالتونو څخه ترسره کېږي «هر ځای او هر وخت» چې وي، بریدونه ترسره کړي.
دغه بم غورځوونکې الوتکې د لندن په لوېدیځ کې شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره لرې د بریتانیا د شاهي هوايي ځواک له فیرفورډ اډې څخه فعالیت کاوه.
د راپور له مخې، دغو الوتکو د فبرورۍ په میاشت کې د پیل شوې جګړې پر مهال پر ایران د بریدونو په ګډون په پوځي عملیاتو کې برخه اخیستې وه.
ایران مخکې ویلي وو چې د امریکا له خوا په بریتانیا کې د دې پوځي اډې کارول، دغه اډه د احتمالي برید لپاره یوه مشروع هدف ګرځوي.
بریتانوي چارواکو د اډې په شاوخوا کې د مشکوکو فعالیتونو له رپوټ نه وروسته شپږ کسان نیولي دي.د نیول شویو کسانو له ډلې پنځه یې د بریتانیا اتباع دي، په داسې حال کې چې شپږم کس د ایران او بریتانیا تابعیت لري.
ټول شپږ کسان وروسته په ضمانت خوشې شوي، خو د پېښې په اړه تحقیقات لا هم دوام لري.
د بریتانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو ویلي چې د هغو موټرو د پلټنې پر مهال چې د اډې ترڅنګ ولاړ وو، یوه اندازه پټرول موندل شوي، خو هېڅ ډول چاودېدونکي مواد نه دي موندل شوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ وویل چې شکمن کسان د «لوی زیان» د رامنځته کولو پلان درلود او ښايي ایران له دې پېښې سره تړاو ولري. د بریتانیا صدراعظم انډي برنهم هم ویلي چې د ایران د احتمالي لاس لرلو په اړه «قوي نښې» موجودې دي.
ایران د دغو ادعاوو په غبرګون کې، په پیښه کې لاس لرل رد کړي دي.