برما وايي ولسمشر اوباما به یې هیواد ته په سفر ورسي

برمايي چارواکي وايي چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما په پام کې لري چې د دې میاشتې په پای کې برما ته سفر وکړي چې دا به لومړی ځل وي چې د امریکا ولسمشر د جنوب ختیځې آسیا دغه هیواد ته چې یو وخت منزوي شوی و، سفر کوي.

برمايي چارواکو خبریالانو ته وویل چې ولسمشر اوباما به د نومبر پر ۱۸ یا ۱۹ باندي برما ته سفر وکړي.

د امریکا حکومت لا تر اوسه پوري د ولسمشر اوباما سفر نه دی تایید کړی خو ولسمشر اوباما د مخه لا په پام کې درلوده چې د نومبر د ۱۸ نېټې په اونۍ کې په کمبوډیا کې په یوې سیمه ایزې غونډې کې برخه واخلي.

د برما سره د ولسمشر اوباما د حکومت اړیکې مخ پر ښه کېدو دي ځکه په دغه هیواد کې اوس یو ملکي حکومت په واک کې دی او پنځه لسیزې نظامي حکمراني پای ته ورسېدله.