امریکا په اردن او عراق کې د خپلو سرتیرو د مرګ ژوبلې تازه جزئیات خپاره کړل

د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په اردن او عراق کې د خپلو سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه تازه معلومات شريک کړي دي.

سنټکام د یکشنبې په ورځ [جولای ۱۹مه] په خپلې اېکس پاڼې کې د هغه امریکايي سرتيري یادونه هم کړې چې په اردن کې په میشتو امریکایي ځواکونو د ایران تر یوه برید وروسته يي د تري تم کېدو خبر ورکړل شوی و.

سنټکام پدې برید کې دوو سرتیرو وژل کیدل تائید کړي و چې جمهور رئیس ټرمپ یوه غمجنه پیښه وبلله.

د سنټکام په اعلامیې کې پدې اړوند راغلي: "تر یوې بشپړې پلټنې وروسته، نن سهار امریکايي پوځیانو ناپېژندل شوي پاتې شوني وموندل." امریکايي پوځیان وايي چې د بدن د ټوټو د معاینې او تائیدولو بهیر روان دی.

امریکايي پوځیانو د شنبې په ورځ [جولای ۱۸مه] په اردن کې د پوځي ماموریت پر مهال د خپلو دوو سرتیرو د وژل کېدو خبر ورکړی و او ویلي وو چې یو سرتیری تري تم دی.

همدارنګه، د سنټکام په اعلامیې کې راغلي چې یو امریکايي سرتیری د شنبې په ورځ د عراق په شمال کې هغه مهال ووژل شو چې هڅه يي کوله د ایراني ډرون چاودونکي مواد په کنټرولیدونکي توګه له منځه یوسي. پدې پېښه کې یو بل سرتیری ټپی شوی چې د سنټکام په وینا یي درملنه روانه ده.

سنټکام ویلي چې د پوځیانو کورنیو ته د درناوي په نیت، اوسمهال د ورک شویو او وژل شویو سرتېرو په اړه د اضافي معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.