د امریکا پوځ د ایراني رژیم له خوا د چورلکې د غورځولو او د خبرو اترو د ځنډولو له کبله تازه بریدونه کړي

سنټکام وايي چې تازه بریدونه يي د ایران "د بې ځایه او دوامداره یرغل په ځواب" کې کړي دي.

د ایران پر رژیم د بریدونو په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر اعلان وروسته، د متحدو ایالتونو پوځ د یو لړ تازه بریدونو خبر ورکړی دی. ولسمشر ټرمپ ویلي وو چې ایراني رژیم د امریکا د پوځ یوه چورلکه نسکوړه کړې او د اوربند د تمدیدولو پر سر خبرې اترې یې ځنډولي دي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ چې د سنټکام په نوم هم یادیږي، د تهران پر وخت د شپې له ۱۲:۴۵ بجو څخه د بریدونو بیا پیل کېدل ومنل. دا بریدونه د چهارشنبې په سهار د امریکا د هوايي ځواکونو د لومړني پړاو بریدونو وروسته پیل شول چې د امریکا د اپاچي چورلکې د راغورځولو په ځواب کې ترسره شوي وو.

سنټکام په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي: "د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ځواکونو نن د مازدیګر په ۵:۱۵ بجو ]د چهارشنبې په ورځ د لوی درستیز په لارښوونه په ایران کې د ګڼو اهدافو پر وړاندې اضافي دفاعي بریدونه پیل کړل."

سنټکام زیاته کړې چې تازه بریدونه يي د ایران "د بې ځایه او دوامداره یرغل په ځواب" کې کړي دي.

د چهارشنبې په سهار ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټروت سوشیل په ټولنیزې پاڼې کې ولیکل چې ایران له امریکا سره د هوکړې پر سر په خبرو اترو کې "ډېر وخت تېر کړی" او اوس يي باید "بیه" پرې کړي.

کله چې ترې وپوښتل شول چې د دې څرګندونو مطلب څه دی نو ولسمشر پخپل کاري دفتر کې خبریالانو ته وویل: "موږ به پر هغوي [ایران] برید کوو او ډېر سخت برید به پرې کوو."

هغه زیاته کړه: "موږ پرون پر هغوی سخته حمله وکړه او نن به بیا پر هغوی سخته حمله وکړو. وبه ګورو چې له هوکړې سره څه کیږي."

د جګړې وزیر پیټ هېګسټ په فلورېډا ایالت کې د سنټکام په عمومي قوماندانۍ کې وویل چې د سنټکام پوځیان به "نن شپه بوخت وي ځکه چې ولسمشر ویلي چې موږ به پر ایران سخت ګوزار کوو او موږ به يي وکړو."

هېګسټ زیاته کړه: "د جګړې وزارت چمتو دی چې داسې شرایط وټاکي چې ډاډ ترلاسه کړي موږ هغه ډول هوکړه ترلاسه کوو چې ولسمشر ټرمپ یې تمه لري،"

امريکا او اسرائیل د فبرورۍ په مياشت کې د ايران پر وړاندې ګډ پوځي عمليات پيل کړل څو له پولو څخه بهر د دغه رژيم ګواښوونکې پوځي وړتياوې کمې کړي.

امريکا او ايران پر اوربند يوې هوکړې ته ورسېدل چې د اپرېل په اتمه نافذه شوه. له هغه راهيسې، په خپلو مستقيمو او غير مستقيمو خبرو اترو کې د اوربند د پاېښت په تړاو کومې هوکړې ته سره نه دي رسېدلي.

ولسمشر ټرمپ ویلي چې هغه له ایران سره د داسې یوې هوکړې غوښتونکی دی چې تضمین وکړي رژیم به د اټومي وسلې په لټه کې نه وي.

هېګسټ ویلي چې تهران اوس هم د ورته یوې معاملې لپاره فرصت لري.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د چهارشنبې په ورځ په خپلې اېکس پاڼۍ کې لیکلي چې هېواد به يي "د هر ډول فشار یا ګواښ په وړاندې کلک ولاړ وي."