د متحده ایالاتو د کالیفورنیا په ایالت کې د خطرناکو کیمیاوي موادو بیړنی حالت پداسې حال کې دوام لري چې څېړونکي په یوه ټانکر کې د احتمالي درز په اړه پلټنه کوي.
دغه ټانکر له خورا زهري او ژر سوځېدونکو کیمیاوي موادو ډک دی او ښايي همدا درز د چاودنې خطر هم کم کړی وي.
بیړنیو مرستندویه ډلو د جمعې په ورځ د سیمې د لسګونو زرو اوسېدونکو د ایستلو امر وکړ. دا سیمه د لاس انجلس ښار شاوخوا ۳۰ میله لرې سوېل ته پرته ده.
روغتیايي چارواکي د کیمیاوي بخار د اوږدمهاله تماس له اغېزو اندېښنه لري او خبرداری ورکوي چې دا بخار د تنفسي سختو ناروغیو سبب ګرځیدای شي. خو د امریکا د چاپېریال ساتنې ادارې ویلي چې تر اوسه د ګارډن ګروو په بېلابېلو سیمو کې د هوا د کیفیت څارونکو وسایلو د خطرناکو کیمیاوي موادو یا ککړتیا نښې نه دي ثبت کړې.
د کالیفورنیا والي ګېوېن نیوسم له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې د اورنج کاونټي لپاره بیړنی حالت اعلان کړي. په داسې حال کې چې چارواکي د فابریکې وضعیت په دوامداره توګه څاري، د ژغورنې او بیړنیو چارو ډلې لا هم کار کوي څو د کیمیاوي زهرجنو موادو د تویېدو مخه ونیسي.
د چارواکو په وینا دا ټانکر د ګارډن ګروو په نوم سیمه کې (جي کې ان ایروسپېس) په فابریکه کې د پنجشنبې ورځې راهیسې تر سختې څارنې لاندې دی. چارواکي وروسته له هغې اندېښمن شول چې د “میتایل میتاکرایلېټ” په نوم د کیمیاوي مادې تودېدل پیل شول.
دغه ماده عموماً د پلاستیک او هوايي صنعت په تولیداتو کې کارول کېږي.
چارواکو خبرداری ورکړی چې په ټانکر کې ښایي چاودنه را منځته شي او تر ۷ زره ګیلنه پورې خطرناک مواد هم بهر وشیندل شي، چې نږدې نور ټانکرونه هم له خطر سره مخ کولای شي.