د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا په برخه کې د امریکا او چین سیالي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له خپلو نړیوالو شریکانو سره په فعاله توګه دوه‌اړخیزه او څو‌اړخیزه همکاري کوي څو په نوښتګره بڼه د مصنوعي ځیرکتیا مسؤلانه، او د ودې پر بنسټ پراختیا ته لاره هواره شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې د امریکا غږ د هغې پوښتنې په ځواب کې کړې چې ګواکې واشنګټن چمتو کېږي لسګونو هېوادونو ته ووایي چې د مصنوعي ځیرکتیا په سیالۍ کې د امریکا او چین ترمنځ باید یو لوری انتخاب کړي.

دغه وزارت په دې اړه له مستقیمې تبصرې پرته وویل چې متحده ایالتونه له وړاندې له څه باندې ۳۰ هېوادونو سره د «سیلیکا سولې» د نوښت په نوم د مصنوعي ځیرکتیا د فرصتونو په اړه تړون لاسلیک کړی دی. دغه نوښت د باور وړ مصنوعي ځیرکتیا د سیستمونو پراختیا لپاره پر ګډې ژمنې ټینګار کوي.

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ هم د روان کال په جولای کې د «مصنوعي ځیرکتیا د نړیوالې همکارۍ سازمان» په نوم یو سیال نوښت پیل کړ او د خپل هېواد ټکنالوژي یې په چټکۍ د دې بدلېدونکي سکتور پر سر د امریکا د نفوذ پر وړاندې د یوې ننګونې په توګه وړاندې کړه.

واشنګټن تېر کال د «سیلیکا سولې» نوښت د مصنوعي ځیرکتیا د ماډلونو، چپونو او حیاتي منرالونو د اکمالاتي ځنځیرونو د تأمین او خوندي کولو په موخه پیل کړ.

متحده ایالتونه هیله لري چې هېوادونه تر فشار لاندې راولي ترڅو د دواړو لورو څخه یو انتخاب کړي. چین به د هغو سرچینو له ترلاسه کولو څخه بې‌برخې شي چې د تر ټولو پرمختللې مصنوعي ځیرکتیا د جوړولو په سیالۍ کې ورته اړتیا لري. داسې ټکنالوژي چې د پوځي یا اقتصادي برلاسۍ لپاره کارېدلی شي.

قزاقستان تر اوسه یوازینی هغه هېواد دی چې په څرګنده توګه معلومه شوې چې د دواړو نوښتونو غړیتوب یې ترلاسه کړی دی؛ هغه موضوع چې په واشنګټن کې یې اندېښنې راپآرولې دي.

تر اوسه څه باندې ۳۰ هېوادونه د «سیلیکا سولې» له نوښت سره یوځای شوي دي. په دغو هېوادونو کې قزاقستان هم شامل دی چې د حیاتي منرالونو یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي.

د متحده ایالاتو نږدې متحدان، لکه جاپان، استرالیا او سویلي کوریا، هم د دغه نوښت له غړو څخه ګڼل کیږي.