د امریکا د مالیې وزیر: د امریکا او چین د سوداګرۍ استاځي به په راتلونکو میاشتو کې وویني

د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بیسنټ وايي چې د امریکا د سوداګرۍ د برخې چارواکي به بیا په راتلونکو دوو یا درو میاشتو کې د خپلو چینايي سیالانو سره وګوري او د نړۍ د دوو سترو تجارتي ملګرو هیوادونو پر اقتصادي اړیکې به بحث وکړي.

ښاغلي بیسنټ دغه څرګندونې پرون د سې شنبې په ورځ یوه ورځ وروسته له هغې وکړې چې امریکا او چین پر یوه بل باندې د تعارفو د وضع کېدو مهلت ۹۰ ورځې نور وځنډوی. که دغه مهلت نه وای ځنډیدلای، دواړو هیوادونو به د یوه بل پر توکو باندې درې چند مالیات وضع کړي وای.

د دوشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یو اجرایوي فرمان لاس لیک کړ چې په ترڅ کې یې پر چینايي توکو باندې د تعارفو وضع کېدل د ۹۰ نورو ورځو دپاره وغځول شول. ولسمشر ټرمپ دغه اقدام پر چینايي توکو باندې د تعارفو د ځنډ د مهلت د پوره کېدو څو ساعته مخکي وکړ.

د ولسمشر ټرمپ دغه اقدام وروسته له هغه کېږي چې امریکايي او چینايي مزاکره چیانو د جولای د میاشتې په پای کې د سویډن د سټاک هولم په ښار کې مزاکرات وکړل.

د دواړو هیوادونو ترمنځ د تعارفو د وضع کېدو دپاره اوس نوی مهلت د نومبر د میاشتې نیمايي ټاکل شوی دی په دې معنی چې تر هغه وخت پورې به پر چینايي توکو د امریکا تعارفې هغې لوړې کچې ته پورته نشي چې د اپریل په میاشت کې تعین شوې کله چې د نړۍ د دوو سترو سوداګریزو هیوادونو ترمنځ د تعارفو پر سر مزاکرات په اوج کې و.

ولسمشر ټرمپ د روان کال د اپریل په میاشت کې پر ټولو چینايي توکو باندې ۱۴۵ فیصده تعارفې وضع کړې په داسې حال کې چې چین بیا په غبرګون کې د امریکا پر توکو ۱۲۵ فیصده تعارفې وضع کړې. وروسته دواړو هیوادونو د تعارفو کچه راکښته کړه. امریکا یې کچه ۳۰ فیصده وټاکله په داسې حال کې چې چین بیا دغه کچه ۱۰ فیصده کړه.