ټرمپ‌ د چین د ولسمشر سره د سوداګرۍ په اړه ټیلیفوني خبرې کړي

په دې وروستیو وختونو کې امریکا او چین به یو بل په محصولاتو تعرفې لوړې کړې دي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ‌ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ‌ وویل چې د چین د ولسمشر شي جیپینګ سره یې ټیلیفوني‌ خبرې چې تمرکز یې په سوداګرۍ و «ډیرې مثبتې»‌ وي.‌

دغه ټیلیفوني خبرې داسې مهال شويدي چې د دغو دوو لویو قوتونو ترمنځ د سوداګرۍ په سر اړیکې ترینګلي شويدي.‌

ټرمپ په خپلې ټولنېزې رسنۍ ټروث سوشل باندې ولیکل چې د امریکا او چین ټیمونه به د سوداګرۍ په اړه د خبرواترو لپاره «په نږدې راتلونکي کې په یو ځای کې چې تصمیم به ورباندې ونیول شي وګوري.»

ټرمپ همدارز وویل چې شي ورته چین ته د سفر بلنه ورکړې او ده هم شي ته امریکا ته د سفر بلنه ورکړه.‌

ولسمشر ټرمپ وروسته په سپینه ماڼۍ کې خیریالانو ته وویل چې هغه او شي د کمیابه خاورې د مینرالونو د مشکلاتو په اړه یې خبرې وکړي.‌

ټرمپ خبریالانو ته وویل: «زه فکر کوم چې موږ [مناسبات] د چین سره او د سوداګرۍ د معاملې په اړه په ښه وضعیت کې دي.»

چین وویل چې دغه ټیلیفوني‌ خبرې د ټرمپ په غوښته شوې دي.‌د چین دولتي رسنیو وویل چې شي ټرمپ ته ویلي دي چې متحده ایالتونه باید چې د چین په خلاف «منفي اقدامات بیرته واخلي.»

متحده ایالتونه او چین د مي په ۱۲ نیټه د ۹۰ ورځو یوه موافقه وکړه چې هدف یې د دواړو خواوو لخوا پر یو بل تعرفې چې تر ۱۰۰ فیصده ډیرې شوېدي کم کړي.

امریکا د کمیابه خاورې د مینرالونو په صادراتو باندې د چین د محدودیتونو مخالف دی.‌ دغه مینرالونه د موټرو جوړونکو شرکتونو او د سیميکانډکټرانو تولیدونکو ته حیاتي ارزښت لري.

چین بیا د امریکا لخوا د پرمختللي چېپونو، چې په مصنوعي ځیرکتیا یا AI کې استعمالیږي،‌ په خرڅولو د محدودیتونو مخالف دی.