د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په سعودي عربستان باندې یې د اف-۳۵ جنګي الوتکو احتمالي پلور تائید کړی دی.
د دغو الوتکو د پلور د تړون ارزښت ۲۴.۳ میلیارد ډالر کېږي او باید یې د متحدو ایالتونو د کانګرس تائید کړي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په دغه تړون کې د ۴۸ اف-۳۵ الوتکو، یو شمېر انجنونو، تجهیزاتو او نورو پرزو پلورل شامل دي.
امریکايي شرکت لاکهیډ دا ډول الوتکې جوړوي چې اوس یې د امریکا ځينې متحدین اسرائیل، بریتانیا، ایټالیا، هالنډ، استرالیا او کاناډا په واک کې لري.
د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دغو الوتکو پلورل به د سعودي عربستان دفاعي ځواک نور هم زیات او د اوسنیو او اینده ګواښونو سره د مقابلې لپاره به یې لا ښه چمتو کړي او ورسره به له امریکایي ځواکونو سره همکاري زیاته کړي.
سعودي عربستان تېرکال مستقیمآ له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه وغوښتل چې دا الوتکې پرې وپلوري.
د بهرنیو چارو وزارت په یوې اطلاعیې کې کانګرس ته لیکلي دي: «دغه احتمالي پلور به د ناټو د یو غیر غړي متحد، چې په خلیج کې د سیاسي ثبات او اقتصادي پرمختګ یو ځواک بلل کېږي، د امنیت په ښه کولو کې مرسته وکړي او د متحدو ایالونو د بهرنیو سیاسي اهدافو او داخلي امنیت ملا وتړي.»
په واشنګټن ډي سي کې د سعودي عربستان سفارت دا اقدام ستایلی دی او هغه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي همکارۍ په برخه کې یو بل ګام بلل دی.
دغه سفارت ویلي دي چې په سعودي عربستان باندې د دغو الوتکو پلورل د واشنګټن او ریاض د ستراتېژیک مشارکت دوام او ځواک څرګندوي.
د اف-۳۵ الوتکې دا وړتیا هم لري چې له رادار څخه ځانونه پټ کړي او ځای په ځای جګېدای او ټېټدای هم شي.
تېرکال متحدو ایالتونو په سعودي عربستان باندې د ۱۴۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو او تسلیحاتو پلورل تائید کړل