کلینټن: په انګړ کې ماران یواځي ګاونډیان نه چیچي

Весняний Київ став зимовим курортом

دامرېکا د بهرنیو چارو وزېره هېلري کلنټن وايي چې امرېکا دېته سترگې په لاره ده چې پاکستان، ېاغېانو ته د خوندي ځاېونو په نه ورکولو کې ډېر پاخه گامونه پورته کړي او طآلبان دېته وهڅوي چې د سولی په خبرو کې برخه واخلي چې د افغانستان لس کلنه جگړه پاې ته ورسېږي.

هېلري کلنټن دا خبرې د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې په داسی حال کې وکړې چې د پاکستان د بهرنېو چارو وزېره حنا رباني کهر دهغې ترڅنگ موجوده وه.

دامرېکا دغې جگپوړې چارواکې ووېل چې که چېرې د افراطېانو پر ضد جگړه ناکامه شي نو پاکستان به هم خوندي پاته نشي. هغې ووېل ،، څوک نشي کولې چې په خپل انگړ کې ماران وساتي او دا تمه وکړي چې ماران به ېوازې ګاونډیان چیچي،،.

د پاکستان د بهرنېو چارو وزېرې حنا رباني کهر دا ومنله چې پاکستان دنورو هېوادونو سره په همکارۍ کې نور اقدامات هم کولی شي چې د ېاغېانو د هغو خوندي ځاېونو پرضد سخت اقدامات وکړي چې دپاکستان او افغانستان دسرحد په اوږدو کې پراته دي. خو مېرمن حنا کهر ووېل چې دا خوندي ځاېونه د سرحد دواړو خواوو ته پراته دي او دا پوښتنه نه پېداکېږي چې پاکستان دي له افراطېانو سره مرسته کوي

خو امرېکا او افغانستان دواړو پراسلام اباد تور لگولی دی چې په افغانستان کې له ېاغي ډلو سره مرسته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن پرون د پنجشنبې په ورځ اسلام آباد ته ورسیده، او هلته ېې پاکستان ته په « ساده الفاظو خبرداری » ورکړ چي په خپله خاوره کې دي د طالبانو خوندي ځایونه له منځه یوسي.

هیلري کلینټن چي د کابل نه پاکستان ته ولاړه ، د هغې سره زیات لوړ پوړي امریکایي چارواکي ملگري وو هغه به د خپل پلاوي سره په پاکستان کې دوې ورځي تیري کړي . د هغې په دغه لوړ پوړي پلاوي کي د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې رئیس ( ډیویډ پیټریاس )، او د امریکا د اردو تر ټولو لوړ پوړی منصبدار د لوېودرستېزانو دکومېټی رئېس جنرال ( مارټین ډیمپسې ) هم شامل دي.

په عین حال کې د پاکستان د لومړي وزیر یوسف رضا گیلاني دفتر یوه بیانیه خپره کړه او په هغې کي یې ویلي دي چي ددواړو خواو تر منځ خبري چي د پنجشنبې په ماښام وشوې، « سپیني او دوستانه » وې، خو په بیانیه کي د امریکا نه غوښتل شوي دي چي د دواړو هیوادونو ترمنځ عدم موافقه ته دي باید « هغه ستراتیژیکې اړکې چي ددواړو هیوادونو د متقابلو گټو د پاره ډیرې ضروري دي » نه اغیزمنې کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلینټن ددې خبرو په اړه کومه بیانیه نه ده خپره کړې، مگر د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي سره د خبرو نه وروسته یې خبریالانو ته وویل چي پاکستان ته ددې پیغام « ډیر واضح » دی. هغې وویل په داسي حال کي چي امریکا او د افغانستان حکومت په دې باندي کار کوي چي افغانستان ته ثبات راولي، نوپاکستان به « یا مرسته ور سره کوي او یا به خنډ اچونکی وي.»

هیلري کلینټن وویل چي پاکستان ته په کار ده چي د طالبانو د گډو گواښونو په له منځه وړلو کي د حل لاري یوه برخه وي او هغه باید چي هغه ترهګر له منځه یوسي چي خپل هم خپل خلک وژني او د سرحد نه افغانستان ته ور اوړي او هلته هم خلک وژني.