د کولمبیا د ولسمشرۍ دپاره ښي اړخی نوماند ابلاردو د لا اسپریلا چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ملاتړ څخه هم برخمن دی په هغه هیواد کې ټاکنې وګټلې.
نوموړي د رایو له ۴۹ سلنې څخه په زیاتې برخې ترلاسه کولو سره خپل سیال د «تاریخي تړون» ګوند نوماند ایوان سپېدا ته په لږ توپیر ماتې ورکړه .
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې بریا په غبرګون کې په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشیل» کې ولیکل چې لا اسپریلا «یوه ستره بریا ترلاسه کړه.» ټرمپ تر ټاکنو مخکې هم د هغه ملاتړ اعلان کړی و.
په همدې حال کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له د لا اسپریلا سره په ټیلیفوني خبرو کې د هغه د بریا مبارکي ورکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د امنیتي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا او د ناقانونه کډوالۍ پر مخنیوي ټینګار وکړ.
د لا اسپریلا چې ۴۷ کلن دی د خپلو سختو امنیتي دریځونو له امله پېژندل کېږي او ژمنه یې کړې چې د چریکي ډلو، د مخدره موادو د قاچاق شبکو او سازمانیافته جرمونو پر ضد به مبارزه لا پیاوړې کړي. ټاکل شوې ده چې هغه د اګست په اوومه په رسمي ډول خپله دنده پیل کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې مارکو روبیو په دې ټیلیفوني خبرو کې د ټاکنو پایله «د کولمبیا د خلکو د ارادې او د ډیموکراسۍ پر وړاندې د هغوی د ژمنتیا څرګندونه» بللې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل: «زموږ د نږدې دوه اړخیزو همکاریو او د ټاکل شوي ولسمشر د لا اسپریلا تر مشرۍ لاندې، د کولمبیا تر ټولو ښې ورځې لا مخې ته پرتې دي.»
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې د کولمبیا د اوسني ولسمشر ګوستاوو پیترو پر رهبرۍ سختې نیوکې کړې وې.
ولسمشر ټرمپ د روان کال په جنورۍ میاشت کې ویلي وو : "پیترو «باید احتیاط وکړي، ځکه د مخدره موادو فابریکې لري.هغوی په کولمبیا کې کوکاین تولیدوي. هغه د متحده ایالتونو ملگری نه دی. ډېر بد سړی دی..»