متحده ایالاتو مرکزي امریکا کې د ۱.۲ میلیارد ډالرو پانګونې اعلان وکړ

د جمهور رئیس مرستیالې د امریکا د لسو شرکتونو د مشرانو سره خبرې کولې چې غواړي د مرکزي امریکا په هیوادونو کې پانګه واچوي.

د امریکا د جمهور رئیس مرستیالې کاملا هریس د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۱۳ (لیندۍ۲۲) د مرکزي امریکا په هیوادونو کې د امریکایي کمپنیو لخوا د ۱.۲ میلیاردو ډالرو پانګې اچونې اعلان وکړ.

دا پانګونه د متحده ایالاتو د هغه پروګرام برخه ده چې هدف یې د سیمې نه امریکا ته د کډوالو د راتګ مخنیوی دی.

میرمن هریس د امریکا د لسو شرکتونو د مشرانو سره د ملاقات نه وړاندې چې په مرکزي آسیا کې د پانګونې په هکله یې ورسره خبرې کولې، وویل چې متحده ایالات په سیمې کې د کډوالۍ د ستونزې په حل کې مهم نقش لري".

د امریکا د جمهور رئیس مرستیالې وویل چې "په اوس وخت کې زمونږ حکومت دا کار په یوازې ځان نشي کولی".

په همدې حال کې سپینې ماڼۍ ویلي چې د پیپسي کو، ماسټر کارت او کارګیل په نامه شرکتونه غواړي د مرکزي آسیا په هیوادونو کې پانګونه وکړي.

کاملا هریس د مرکزي آسیا د هیوادونو څخه د متحده ایالاتو سرحد ته د کډوالو د راتګ د مخنیوي لپاره دجمهور رئیس جو بایډن د حکومت د هڅو مشري کوي او تمرکز یې د هغو ستونزو حل کول دي چې خلک کډوالۍ ټه مجبوروي.

پدې ستونزو کې د اقتصادي فرصتونو نشتوالی مهم عامل بلل کيږي.

میرمن هریس وایي د متحده ایالاتو د حکومت پلان دا ندی چې په سیمه کې خلکو ته ووایي چې څه وکړي بلکې پدې هیوادونو کې د خلکو د طبیعي غوښتنو په پوره کیدو کې ګډ کار او همکاري کول دي.

د امریکا سرحدي ځواکونه د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر د میاشتې نه د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر تر میاشتې پورې د امریکا –مکسیکو په سرحد کې د۱.۶ میلیون کډوالو سره مخ شویدي.