امریکا د افغانستان لپاره اضافي نظامي بودیجه تصویب کړه

امریکا د افغانستان لپاره اضافي نظامي بودیجه تصویب کړه

د امریکا کانگرس پرون نهه پنځوس ملیارده ډالر بودیجه په افغانستان کې د هغو د امريکايي قواو د مصارفو د پوره کولو لپاره منظور کړه چې جمهور رئیس اوباما یې افغانستان ته د لیږلو امر کړی و.

د سه شنبې په ورځ دکانگرس غړو په ٣٠٨ موافقو رایو او ١١۴ مخالفو رایو یوه مسوده منظور کړه، چې اوس به د جمهور رئیس د لاسلېک لپاره سپینې ماڼۍ ته ولیږل شي.

په دغو پیسو کې یې ٣٧ ملېارده ډالر به په افغانستان کې د دیرش زره اضافی عسکرو او په عراق کې د امریکايي قواوو د مصارفو په پوره کولو باندی ولگیږي.

د کال ٢٠٠١ میلادي نه تراوسه پورې د امریکا کانگرس د افغانستان او عراق د جنگونو لپاره یو ټریلیون یعنې زره ملیارده ډالر منظور کړي دي.

پرون تقریبا د سلو نه زیاتو دیموکراتانو ددغه مسودې په خلاف رایې ورکړې.

هغوی وايي چې د (ویکي لیکس) په ویب سایټ کې د امریکا د پوځ په زرهاو سري او پټو اسنادو د راښکاره کیدلو نه وروسته د افغانستان د جنگ د پرمختگ په اړه یې بدگومانی نوره هم زیاته شوې ده. خو د دیموکراتانو برخلاف د جمهوري گوند غړو یې ډیر قوي ملاتړ وکړ. یوازې ١٢ جمهوري غوښتونکو یې مخالفت وکړ.

په عېن وخت کی یو امریکايي جنرال چې د مشرانو جرگې له خوا د امریکا د پوځ د مرکزي قواو دعمومي قوماندان په توگه ټاکل شوی دی، د افغانستان د جنگ په باب یې د پټو او سري اسنادو افشا کیدل پرون وغندل.

دسمندری قواو جنرال جیمز ماتیس د مشرانو جرگې د وسله والو قواو د جرگه گۍ په غونډه کې د خپلې وینا په دوران کې ددغو عسکري اسنادو رسوا کول وحشتناک او غیر مسوولانه عمل وباله، خو زیاته یې کړه گومان نه کوي چې د جنگ په میدان کې د راپورونو د لیکلو لپاره به د عسکرو په روحیاتو باندې کومه ناوړه اغېزه ولري.