ډاکټران: سناتور ګراهم د زړه د ناروغۍ له کبله مړ شوی

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ فاکس نیوز ته وویل چې ګراهم یو "ډېر ښه سړی" او "یو زیارکښ سیاستوال " و.

طبي متخصصین وايي چې سناتور لېنډسي ګراهم د زړه د یو شریان د شلېدو له امله مړ شوی دی.

د ګراهم دفتر د دوشنبې په ورځ (جولای ۱۳مه) په واشنګټن ډي سي کې د عدلي طب د ډاکټرانو معلومات خپاره کړي چې له مخې یې، د لومړنیو معایناتو پر بنسټ، د ګراهم د زړه د شریان شلېدنه د زړه او رګونو د ناروغۍ له امله رامنځته شوې ده.

په متحدو ایالتونو کې ملي بیرغ د ګراهم په درناوي په نیمه ځوړند حالت کې دی.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ فاکس نیوز ته وویل چې ګراهم یو "ډېر ښه سړی" او "یو زیارکښ سیاستوال " و.

ټرمپ وویل، "موږ یو لوی سړی له لاسه ورکړ او تاسو پوهیږئ چې په رښتیا څوک زیانمن شو؟ اسرائیل، اوکراین، او ډیری هغه هیوادونه چې هغه په رښتیا د هغوی لپاره مبارزه وکړه."

په همدې حال کې ټرمپ د ټروت شوشیل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې ده د سویلي کارولینا والي هنري مک ماسټر ته سپارښتنه کړې د ګراهم په ځاې دې د هغه خور ډارلېن ګراهم نورډن د سویلي کارولینا له ایالت څخه د لنډمهالې سناتورې په توګه واستوي. ټرمپ زیاته کړې چې په ګراهم خپله خور ډېره ګرانه وه او دا کار به یو ستر درناوی وي. په سنا کې د ګراهم دوره د راتلونکې کال د جنورۍ په میاشت کې بشپړېدله.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلنسکي چې د ګراهم سره يي تر مړینې مخکې لیدلي وو، ویلي چې سناتور ګراهم د "ازادۍ او هغو ارزښتونو رښتیني مدافع و چې زموږ نړۍ خوندي کوي."

د ډیموکرات ګوند استازي جیمي راسکین د یکشنبې په ورځ ناوخته وویل چې متحده ایالتونه کولی شي د روسیې پر وړاندې د نویو بندیزونو په لګولو سره د ګراهم غوره درناوی وکړي.

راسکین وویل:"سناتور ګراهم پرون په اوکراین کې د پوتین د وحشیانه جګړې د پای ته رسولو لپاره د کار کولو په اړه خبرې وکړې، کومه چې له ملکي ظلمونو او درواغو ډکه ده. راځئ چې د پوتین او د هغه د جنګي جرمونو پر وړاندې د اوکراین لپاره د سناتور ګراهم د کلک ملاتړ درناوی وکړو."

د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي ګس بلیرکیس د دوشنبې په ورځ وویل چې ګراهم "د ژمن عامه خدمت، زموږ ملت ته د نه ماتېدونکې ژمنتیا او په خپل کاري دوره کې د بې شمېرو خلکو پر ژوند د اغیزو، میراث پرېښی دی."