د امریکا په کانګرس کې د ملګرو ملتونو د اصلاحاتو په اړه استعماعیه غونډه

د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو استازی مایک والټز

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټه نن د چهارشنبې په ورځ (اپریل۱۵) د ملګرو ملتونو د اصلاحاتو په اړه استعماعیه غونډه کوي. دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن وايي دا نړیوال سازمان په خپلو مسؤلیتونو کې “ناکام” شوی دی.

ددې استعماعیه غونډې نوم دی: «په ملګرو ملتونو کې اصلاحات: د امریکا د هڅو او لومړیتوبونو ارزونه».

دغه مهمه کمېټه به چې د امریکا بهرنۍ تګلاره او بهرنۍ مرستې څاري، د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا له اوسني استازي مایک والټز او د ملګرو ملتونو د مدیریت او اصلاحاتو لپاره د امریکا له استازي جیف بارتوس څخه پوښتنې وکړي.

د مارچ په ۲۰ نېټه د کانګرس په یوه بله جلا استعماعیه غونډه کې، والټز په ملګرو ملتونو کې د نویو اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

هغه وویل: «ملګري ملتونه رښتیا هم اړتیا لري چې هغه حالت ته بېرته ستانه شي چې موږ یې بنسټیز اصول بولو، او خپل اصلي ماموریت ته را وګرځي یعنې د نړیوالې سولې او امنیت ساتنه وکړي.»

هغه زیاته کړه چې د تېرو ۲۵ کلونو په ترڅ کې د ملګرو ملتونو بودیجه “څلور برابره” شوې، خو په وینا یې نړۍ کې د سولې او امنیت په برخه کې ورته پرمختګ نه دی لیدل شوی.

هغه وویل چې امریکا هڅه کوي د دې سازمان اداري جوړښت ساده کړي او تکراري چارې له منځه یوسي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د روان کال په پیل کې د ملګرو ملتونو سازمان د خپلو مسؤلیتونو، په ځانګړي ډول د جګړو د حل په برخه کې، په “ناکامۍ” تورن کړل.

هغه د جنورۍ په ۲۰ نېټه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «ملګرو ملتونو ډېر ګټور رول نه دی لوبولی. زه د دې سازمان د وړتیا لوی پلوی یم، خو تر اوسه یې خپله وړتیا نه ده پوره کړې.»
هغه زیاته کړه چې غواړي ملګري ملتونه خپل کار ته دوام ورکړي، ځکه چې “د دې ظرفیت ډېر لوړ دی.”

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د مارچ په وروستیو کې یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې د دې سازمان کې د “سیسټم په کچه” اصلاحاتو ته لاره هواروي، څو دا بنسټ لا اغېزناک، همغږی او د بدلېدونکې نړۍ لپاره ښه چمتو شي.