د امریکا کانګرس د دفاعي لګښتونو نوې طرحه خپره کړې چې د چین او روسیې د اټومي زېرمو او فضايي څارنې د مقابلې لپاره د امریکا د فضايي وړتیاوو پیاوړتیا، د پوځیانو لپاره د معاش څلور فیصده زیاتوالی، د امریکا د بېپیلوټه الوتکو ضد د دفاعي سیستم پراخول، او نوې ټېکنالوژۍ پکې شاملې دي.
د ملي دفاع د صلاحیتونو قانون یاNDAA چې د استازو جرګې او سنا مجلس له خوا د وړاندیزونو د یو ځایی طرحې پایله ده، راتلونکی کال لپاره د ملي امنیت ادارې ته ۹۰۱ میلیارد ډالره ځانګړي کوي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې له غوښتنې څخه اته میلیارد ډالره زیات دي.
د دې طرحې د خپرولو پر مهال، د استازو جرګې مشر مایک جانسن وویل چې دا قانون مهم مواد لري چې ډاډ ورکوي د امریکا پوځ “په نړۍ کې تر ټولو ځېرک او وژونکی ځواک پاتې شي او د هر ډول دښمن مخنیوي او په وړاندې یې د مقابلې وړتیا ولري.
هغه په بیان کې وویل:
“دا طرحه زموږ له پوځ څخه د بایډن د دورې مفکورې لرې کوي، او پر ځای یې اکاډمیو ته د وړتیا پر بنسټ د شمولیت او د سرتېرو د ترفیع پروسه بېرته پیلوي، د ګوندي شرکتونو سره قراردادونه منع کوي، د یهود ضد دریځونو پر ضد اقدامات کوي، او د نسل انتقادي نظریې یا CRT،او د تنوع مساوات او شمولیت یا DEIپه نوم پروګرامونه او اقلیمي پروژو په څېر زیان رسوونکې او غیر ضروري برنامې دروي.”
د استازو جرګې مشر مایک جانسن همدارنګه وویل چې ولسمشر ټرمپ او جمهوري غوښتونکو “د ځواک له لارې د سولې ژمنه کړې وه، او د ۲۰۲۶ مالي کال د ملي دفاع د صلاحیتونو د قانون دا ژمنه پوره کوي.”
هغه زیاته کړه: “ولسمشر ټرمپ څرګنده کړې چې په تېرو څو لسیزو کې هغه پانګونې چې د کمونست چین له خوا د تېریو د پیاوړتیا سبب شوي، باید پای ومومي. دا طرحه د امریکا د اوږدمهالو پانګونو، اقتصادي ګټو او حساسو معلوماتو د خوندي کولو لپاره مهم بندیزونه لري.”
په دې طرحه کې همدارنګه د طلایي ګنبد په نوم د توغندیو دفاعي سیسټم لپاره پانګونه شامله ده چې د امریکا له خوا د اټومي ګواښ د مخنیوي ځواک پیاوړی کوي، او نوې اټومي برېښنايي ټېکنالوژۍ پر مخ وړي؛ همدارنګه د هند-ارام سمندر په سیمه کې د امریکا دفاعي نوښتونه زیاتوي ترڅو د تایوان دفاع پیاوړی او د سیمې د متحدینو ملاتړ وشي.
طرحه همدارنګه د وړتیا پر بنسټ اکاډمیو ته د شاملېدو او د ترفیع پروسې بېرته عملي کوي، د یهود ضد دریځونو پر ضد اقدامات کوي، او د اوکراین لپاره ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پوځي مرستې هم ځانګړې کوي.