د امریکا د دفاع وزیر په کرونا اخته شوی

د دفاع وزیر ویلي چې په مهمو غونډو کې به په آنلاین بڼه برخه اخلي.

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ آستن د یکشنبې په ورځ جنوري دویمه (مرغومي ۱۲) وویل چې د کرونا په ویروس اخته شوی.

ښاغلی آستن پداسې حال کې په کرونا اخته شوی چې په متحده ایالاتو کې د کرونا نوې بڼه (اومکیرون) په چټکۍ د خپریدو په حال کې ده.

لویډ آستن په یوې اعلامیې کې ویلي چي د ناروغۍ علایم یې "سپک" دي خو د راتلونکو پنځو ورځو پورې به په خپل کور کې قرنطین وي.

د دفاع وزیر په اعلامیې کې همدارنګه ویلي چې د کرونا ضد د دواړه ډوزه واکسین تر څنګ تقویتي واکسین هم کړی. لیوډ آستن ویلي چې د واکسین له کبله یې ناروغۍ جدي نده.

په اعلامیې کې راغلي، "واکسین کار کوي او زمونږ د کاري ځواک لپاره به نظامي روغتیايي شرط وي. زه ټول هغوي چې په شرایطو برابر وي تقویتي واکسین ته هڅوم".

د دفاع وزیر همدارنګه ویلي چې د جمهور رئیس جو بایډن سره یې د وروستي ځل لپاره د ډسمبر د میاشتې په ۲۱ مې اړیکه نیولې او په هماغه سهار چې د ښاغلي بایډن سره کتل، د کرونا معاینات یې منفي راغلي و.

لیوډ آستن په اعلامیې ویلي چې د امکان تر حده به په مهمو غونډو کې په آنلاین بڼه برخه اخلي.

ښاغلی آسټن لومړنی جګپوړي امریکایي چارواکی ندی چې د کرونا په ویروس اخته کیږي، بلکې تر هغه وړاندې د کانګریس ګڼ شمیر غړیو وویل چې د سپنې ماڼۍ ویانده جین ساکي هم د تیر کال د اکټوبر په میاشت کې پدې ویروس اخته شوې وه.

د کرونا نوې بڼه اومیکرون د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا ددغه ویروس پنځمه خطرناکه بڼه بلل شوېده. دا ویروس تیره میاشت په جنوبي کرویا کې وموندل شو او ډیر ژر سرایت کولی شي.