په قونسلي چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله مورا نامدار وايي چې سلګونه امریکايي ماشومان یې په خوندي توګه بېرته خپل هېواد ته راستانه کړي دي.
مېرمن نامدار وايي چې د ولسمشر ټرمپ د جمهوري ریاست پر مهال، د بهرنیو چارو وزارت د مور او یا هم پلار لخوا تښتول شوي څه نا څه ۵۰۰ ماشومان بېرته امریکا ته راستانه او خپلو کورنیو ته یې په ورسپارلو کې مرسته کړې ده.
مېرمن نامدار د یکشنبې په ورځ [سپټمبر ۱۳مه] د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې د مور او پلار له خوا د تښتول شویو امریکایي ماشومانو خوندي راستنول، د متحدو ایالتونو د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
د امریکا د قونسلي مامورینو ونډې او د نورو هېوادونو همکاریو ته په اشارې مېرمن نامدار یونان د هغو شریکانو څخه بللی چې په خپلو چټکو اقداماتو او د محکمې د احکامو د پلي کولو له لارې یې د امریکایي ماشومانو په بېرته راستنولو کې مرسته کړې ده.
مېرمن نامدار ټینګار وکړ چې د امریکا حکومت به د دغو قضیو د حل لپاره له نورو هېوادونو سره خپلو اړیکو دوام ورکړي او د متحدو ایالتونو او نړیوالو قوانینو له مخې به د بهرنیو هېوادونو سره پدې برخه کې چلند وکړ.
د والدینو له خوا د ماشومانو نړیوالې تښتونې هغو مواردو ته ویل کېږي چې یو ماشوم د بل والد یا سرپرست له رضایت پرته یا د هغه د سرپرستۍ د حقونو نه په سرغړونې د خپل استوګنځای نه بل هېواد ته ولېږدول شي او یا په هغه هېواد کې وساتل شي.
د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ماشومانو د چارو دفتر په حکومتي کچه د دې قضیو د حل او مخنیوي لپاره کار کوي.
متحده ایالتونه د "ماشومانو د نړیوالې تښتونې د مدني اړخونو په اړه د لاهې د کنوانسیون" د غړو هېوادونو په قضیو کې همکاري کوي څو د ماشومانو بېرته راستنېدل ډاډمن کړي. یونان له ۱۹۹۳ کال راهیسې د دې کنوانسیون پر بنسټ د متحدو ایالتونو د تړون شریک دی.