امریکایي دپلوماتان بیرته اوکراین ته ستنیږي

په کیف کې د امریکا د سفارت ودانۍ.

ټاکل شوې د متحده ایالاتو دپلوماتان په همدې روانې اوونۍ کې لومړی د اوکراین لویدیځ ښار لفیف او بالاخره پایتخت کیف ته بیرته ستانه شي.

په ګاونډي هیواد اوکراین د روسیې د یرغل څخه وروسته متحده ایالاتو په کیف کې خپل سفارت وتاړه او ټول کار کوونکي یې ګاونډي هیواد پولینډ ته ولیږدول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ویلي چې ټاکل شوې جمهور رئیس جو بایډن په رسمي توګه بریجت برنک چې اوس د سلواک په جمهوریت کې د متحده ایالاتو سفیر دی، د اوکراین لپاره د نوي سفیر په حیث ونوموي.

د وزارت یو جګپوړي چارواکي پدې هکله وویل، "دا به د اوکراین سره زمونږ تعهد څرګند کړي. مونږ به هر څومره ژر چې امکان ولري په کیف کې زمونږ سفارت ته د خپلو دپلوماتانو بیرته ستنیدل وغواړو".

د متحده ایالاتو تر څنګ د ناټو او اروپایي اتحادیې ګڼ شمیر هیوادونو هم ویلي چې کیف ته خپل دپلوماتان بیرته استوي. اتریش، بلجیم، چک جمهوریت، فرانسې، ایټالیا، سلواکیې او سلوانیا ویلي چې دا کار کوي.

د دې هیوادونو تر څنګ بریتانیې هم د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په لنډې مودې کې به په کیف کې خپل سفارت بیرته پرانیزي.

لویدیځ هیوادونه پداسې حال کې د اوکراین پایتخت کیف ته د خپلو دپلوماتانو د بیرته تلو خبر ورکوي چې پدې هیواد د روسیې د یرغل دوه میاشتې پوره کیږي. او دا اقدام په کیف کې د دوو میاشتو سختو جګړو وروسته هلته د یو څخه آرامۍ نښه ده.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین او د دفاع وزیر لویډ آسټن د یکشنبې په ورځ اپریل ۲۴ (وري۴) په کیف کې د جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي، د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا او د دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف سره وکتل.

دا د فبروري د میاشتې د ۲۴ مې نیټې راپدیخوا چې روسیه په اوکراین یرغل کړی، لومړی ځل دی چې پدې کچه جګپوړي امریکایي چارواکي کیف ته ځي.

تر دې وړاندې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن څخه غوښتي وو د روسیې د یرغل په مقابل کې د ملاتړ د څرګندولو لپاره پخپله کیف ته سفر وکړي خو سپینې ماڼۍ وویل چې ښاغلی بایډن د سفر کولو هیڅ پلان نلري.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي دوشنبه اپریل ۱۸ (وري۲۹) خبریالانو ته وویل،"د جمهور رئیس لپاره د تګ هیڅ پلان نشته".

سره لدې چې د بریتانیا په ګډون د ګڼ شمیر اروپایي هیوادونو مشرانو وروسته تر هغه چې روسیې په اوکراین یرغل وکړ، کیف ته یې سفرونه وکړل او د هغه هیواد د جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي سره یې وکتل خو ویل کیږي چې د ښاغلي بایډن سفر کول به په امنیتي لحاظ خورا ستونزمن کار وي