د امریکایي پوځیانو په بریدونو کې د نشه یې توکو '۱۱ ترهګر' وژل شوي

د امریکا د متحدو ایالتونو پوځ په ختیځ ارام سمندر او کارابین سمندر کې په درېو کښتیو هوایي بریدونو کړي چې په پایله کې د نشه یې توکو ۱۱ ترهګر وژل شوي دي. د پوځ په وینا، دا کښتۍ په پېژندل شویو ترهګرو سازمانونو پورې مربوطې وې.

د متحدو ایالتونو پوځ د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۱۷) وویل چې د دریو مرګوني بریدونو څخه، دوه یې په ختیخ ارام سمندر او یو برید د کارابین په سمندر کې شوی. د پوځ په وینا، دا بریدونه د سوېلي نیزې په نوم د نشه یي توکو ضد ګډ عملیاتي ځواک د مبارزې برخه وو..

د متحدو ایالتونو سوېلي قومندانۍ (سوتکام) ویلي چې دا بریدونه د دوشنبې په ورځ د دې قومندانۍ د مشر، جنرال فرنسېس اېل. دونووان، په لارښونې وشول.

سوتکام په یوې اعلامیې کې ویلي: ”استخباراتو تائید کړې چې دا کښتۍ د نشه يي توکو د قاچاق په پېژندل شویو لارو کې روانې وې او د نشه يي توکو په قاچاق کې یې برخه درلوده.”

د متحدو ایالتونو د سوېلي قومندانۍ په وینا، په هغو دوو کښتیو کې چې په ختیځ ارام سمندر کې په نښه شول، د نشه یي توکو څلور څلور ترهګر وژل شوي او د نشه یي توکو درې نور ترهګر په هغې کښتۍ کې ووژل شول چې د کارابین په سمندر کې په نښه شوې وه.

دې قومندانۍ ویلي چې په دې عملیاتو کې امریکایي سرتېرو ته زیان نه دی رسېدلی.

په روانه میاشت کې دا شپږم هوایي برید دی چې د متحدو ایالتونو پوځ یې د نشه یي توکو د ترهګرو په ضد کوي. تر دې مخکې دوه بریدونه د فبرورۍ په پنځمه او نهمه په ختیځ ارام سمندر کې شوي وو او یو برید د فبرورۍ په ۱۳، د کارابین په سمندر کې شوی و. په دې بریدونو کې د نشه یي توکو اوه ترهګر وژل شوي وو.

د متحدو ایالتونو پوځ د تېر سپټمبر میاشتې راهیسې، څه باندې ۴۰ دا ډول بریدونه کړي چې په پایله کې یې د نشه یې توکو څه باندې ۱۴۰ ترهګر وژل شوي دي. د دې هېواد د جنګ وزارت وایي، په هغو کښتیو کې چې په دې عملیاتونو کې په نښه شوي، نشه یی توکي بار او متحده ایالتونو ته روان وو.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو څو ځلې ویلي چې له هر برید سره، په تخیمني ډول د ۲۵۰۰۰ امریکایانو ژوند ژغورل شوی دی. ډونالډ ټرمپ په ډسمبر کې ویلي وو د هغو نشه یي توکو په شمېر کې چې د اوبو له لارې متحدو ایالتونو ته انتقالیږي، ۹۷سلنه کموالی راغلی.