متحده ایالتونه د وینزویلا پر تېلو لګېدلي بندیزونه نرموي

متحده ایالتونه د وینزویلا د تېلو پر سکتور ځینې بندیزونه نرموي. دا ګام وروسته له هغې اخیستل کیږي چې د وینزویلا حکومت هغه قانون تصویب کړ چې پر بنسټ یې د تېلو صنعت خصوصي شرکتونو ته هم پرانیزي.

د امریکا د مالیې وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې دا به د وینزویلا د تېلو د صادرولو، پلور، زېرمه کولو او لېږد پورې اړوند ځینو هغو فعالیتونو ته اجازه ورکړي چې پخوا منع شوي وو.

دا بدلون نږدې یوه میاشت وروسته له هغې رامنځته کېږي چې امریکایي ځواکونو په کاراکاس کې د عملیاتو پر مهال د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ونیوه.

مادورو په یوه امریکايي محکمه کې د مخدره توکو سره تړلو د ترهګرۍ له تورونو سره مخ دی، او د هغه مېرمن، سیلیا فلورېس، د مخدره توکو د قاچاق په تور تورنه شوې ده. دواړو ځانونه بې‌ګناه بللي دي.
ډیلسي رودریګز، چې د مادورو مرستیاله ده او دا مهال د سرپرستې ولسمشرې په توګه دنده ترسره کوي، د پنجشنبې په ورځ نوی قانون لاسلیک کړ چې له مخې یې خصوصي شرکتونو ته د وینزویلا له تېلو ډکو سیمو څخه د تېلو د تولید او پلور کنټرول ورکوي.

رودریګز د جمعې په ورځ د ایکس ټولنیزې شبکې په یوه پوسټ کې وویل چې دا قانون به د وینزویلا د انرژۍ حاکمیت پیاوړی کړي، د پانګونې د جذب لپاره شرایط برابر او په هېواد کې به پراختیا چټکه کړي.

ددې امتیاز دپاره فیس چې شرکتونه یې باید د تېلو دپاره پرې کړي، تر ۳۰ سلنې پورې محدودېږي، او هر ډول حقوقي شخړې به د وینزویلا د محکمو پر ځای خپلواکو منځګړو ادارو ته وسپارل شي.

ددې ګامونو له لارې به په ګډه پدې کار وشي چې د تېلو صنعت ته بهرنی پانګونه وهڅول شي. د تېلو ځینو شرکتونو احتیاط ښودلی او د خپلو شتمنیو د ضبطېدلو تاریخچې ته یې اشاره کړې، ځکه چې د وینزویلا حکومت شاوخوا شل کاله وړاندې د تېلو سکتور تر دولتي کنټرول لاندې راوست.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د استعماعیه غونډې پر مهال وویل: «وینزویلا ډېر تیل لري، دا رښتیا ده. خو په نورو ځایونو کې هم ډېر تیل شته. شرکتونه یوازې هلته پانګونه کوي چې ډاډ ولري موږ به هلته پانګونه کوو، خپلې پیسې به له ګټې سره بېرته ترلاسه کړو، زموږ ځمکه به نه اخیستل کېږي، او که څوک دا کار وکړي، داسې محکمه به وي چې موږ ور ته مراجعه وکړو او داسې قراردادونه به وي چې پلی کېدلی شي.»

هغه زیاته کړه چې د وینزویلا د تېلو عاید به د وینزویلا په نوم په یوه بانکي حساب کې وساتل شي، خو لګښتونه به یې د امریکا له خوا منظورېږي.

روبیو وویل، دا پیسې به د پولیسو او روغتیايي پاملرنې په شان د دولتي خدماتو لپاره وکارول شي.

د روانې میاشتې په پیل کې، امریکا په انتخابي ډول د وینزویلا پر تېلو ځینې بندیزونه بېرته نرم کړل، څو د وینزویلا د خامو تېلو لېږد او پلور اسانه شي.