بسینټ: امریکایي شرکتونو په تیرو دریو میاشتو کې ۴۰۰ زره دندې رامنځ ته کړي

د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بسینټ، د دندو د رامنځ ته کیدو په اړه ددې هیواد د وروستي راپور په ستایلو سره اعلان کړی دی چې خصوصي امریکایي شرکتونو په تېرو دریو میاشتو کې نږدې ۴۰۰ زره دندې رامنځته کړې دي او په صنعتي برخه کې هم د روان کال له پیله تر اوسه پورې څه باندې ۱۰۰ زره دندې رامنځ ته شوي دي.

د امریکا د مالیې وزیر د جمعې په ورځ (نومبر ۶) د ایکس ټولنیزې رسنۍ په یوه پیغام کې ولیکل: " د کار رامنځ ته کیدو او د امریکا د بې سارې اقتصادي تحریک له برکته، د بیا صعنتي کیدو او خصوصي سکتور ته د اقتصادي فعالیتونو د راستنولو بهیر د پام وړ سرعت سره چټکېږي."

هغه زیاته کړه: "موږ د امریکا د اقتصادي توازن په بنسټیزه توګه بدلوو؛ په دولت له اتکا پرته اقتصادي وده او خصوصي پانګونو په طرف حرکت ، موثرې دندې او د هیواد د صنعتي اساس بیا راژوندي کول."

دا څرګندونې د اکتوبر میاشتې د کارموندنې وضعیت په اړه د امریکا د کار د احصایې ادارې د میاشتني راپور د خپریدو په ځواب کې شوي دي.

د امریکا د شمیرو د ادارې د رسمي راپور له مخې چې د جمعې په ورځ (نومبر شپږمه) خپور شوی یوازې په اکتوبر میاشت کې د کرنې په برخه کې ۱۶۵ زره کاري فرصتونه رامنځ ته شوي او په سپټمبر میاشت کې د بیکاري کچه له ۴.۲ څخه ۴.۱ ته راټیټه شوې ده.

دا راپور همدارنګه ښکاره کوي چې حرفه یي او تجارتي برخې د ۷۰ زره دندو په رامنځ ته کولو، صحي برخې د ۴۲ زره دندو او ترانسپورتي برخې د ۲۵ زره دندو په رامنځ ته کولو سره په دې میاشت کې د دندو د رامنځ ته کیدو په زیاتوالي کې اساسي ونډه درلوده.

د امریکا د کار ادارې د شمیرو له مخې، په اکتوبر میاشت کې د صنعتي تولیداتو په برخه کې هم ۱۹ زره دندې رامنځ ته شوي دي او ددې برخې د دندو د ودې اندازه د تیر کال د ډسمبر راهیسې ۱۰۱ زره کسانو ته رسیږي.

همدارنګه ویل کیږي چې په اګست او سپټمبر میاشتو کې د لومړنیو اټکلونو پورته، ۸۴ زره دندې ارزول شوي دي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، په اکتوبر میاشت کې د ۱۶۵ زره دندو رامنځ ته کیدل، د اقتصادي چارو د شنونکو له تمو خورا زیاتې دي.

د امریکا د مالیې وزیر دا تحولات په خصوصي برخه کې د پانګونو د پیاوړتیا، د صنعتي تولیداتو د بیرته ستنولو او په دولت د اقتصادي ودې د اتکا د کموالي په اړه د ولسمشر ټرمپ د اقتصادي سیاستونو د پرمختګ نښه بللې ده.