د متحده ایالاتو د کانګرس منځنۍ دورې انتخاباتو ته څه باندې یوه اوونۍ وخت پاتې او دا ځل د کلفورنیا په ایالت کې په خټه پاکستانی د یوې کوریایي الاصله امریکایۍ سره سیالي کوي چې کوم به یې د استازو مجلس ته غوره شي.
په کاندیدانو کې یو یې آصف محمود دی چې د پاکستان څخه د کلیفورنیا ایالت ته کډه شوی او اوس د دې ایالت د لاس انجلس په ښار کې کور په کور ګرځي او رای ورکوونکي هڅوي چې ده ته رایې ورکړي.
د هغه په مقابل کې د ینګ کیم په نامه په خټه کوریایۍ ولاړه ده چې د جنوبي کوریا څخه امریکا ته راغلې او د جمهوري غوښتونکي ګوند په استازیتوب یې ځان کانګرس ته کاندید کړی.
ښاغلی محمود د دموکرات ګوند کاندید دی.
د دې دواړو کاندیدانو لپاره سقط جنین او اقتصاد په انتخاباتي مبارزو کې مهم موضوعات دي.
د دموکرات ګوند کاندید آصف محمود ویلي چې د آزادۍ لپاره په متحده ایالاتو کې ژوند کوي. هغه وویل، "د آزادۍ لپاره مبارزه کوم. دا کیدی شي د خوښې آزادي وي، یا د رای ورکوونې حق وي او یا هم د بیا زیږونې حق وي".
ښاغلي محمود د متحده ایالاتو د سترې محکمې هغه پریکړه وغندله چې د سقط جنین حق چې په ۱۹۷۳ کال کې نافذ شوی و، لغو کړی.
د سیاسي چارو کارپوه رابرټ شروم چې د انتخاباتي مبارزو د طرحو په جوړولو کې سابقه لري وایي چې دا ځل په انتخاباتو کې د سقط جنین موضوع د دموکراتانو لپاره په مهم شعار بدله شوې.
ښاغلي شروم وویل، "دموکراتان غواړي چې رای ورکوونکي د رای اچولو پر وخت د بیا زیږدو حق او دموکراسۍ ته متوجه ګواښونه په نظر کې ولري. "
یو شمیر رای ورکوونکي هم د بیا زیږیدو د حقونو طرفدار دي او پدې ټینګار کوي چې میرمنې او نور کسان باید د خوښې حق ولري.
خو د ښاغلي آصف سیاسي مخالفین بیا هغه د کین اړخ نظر لرونکی بولي. په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندیدې او د محمود آصف سیالې ینګ کیم پدې هکله وویل، " محمود غواړي چې په عاید مالیه لوړه کړي. د محمود روغتیایي پلان به انفلاسیون لا پسې خراب کړي او مالیات به دوه چنده لوړ کړي".
د میرمن کیم پیغام په اقتصاد متکي دی او هغه داسې موضوع ده چې د نظر معلومولو په سروې ګانو څرګنده شوې چې د رای ورکوونکو لپآره ډیره مهمه ده.
ښاغلي محمود رای ورکوونکو ته وایي چې د انفلاسیون سره به مبارزه کوي او د منځنۍ کچې عاید لرونکو به مالیه کموي.
دواړه کاندیدان پخپلو انتخاباتو مبارزو کې په کډوالۍ هم غږیږي. میرمن کیم په سرحدونو کې د امنیتي چارو په ډیروالي ټینګار کوي خو ها خوا بیا ښاغلی محمود وایي چې باید د کډوالۍ په سیستم کې اصلاحات راشي.